د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د ۲۰۲۰ د جمهوري ریاست انتخابات؛ شیبه په شیبه معلومات 

د امریکا د جمهوري ریاست انتخابات نن د سه شنبې په ورځ نومبر درېیمه (لړم ۱۳) پیل شول. ددغو انتخاباتو په هکله تازه خبرونه او رپوټونه د متن، ویدیو او تصویر په بڼه دلته کتلای او لوستلای شئ.

جوبایډن د امریکا په کالفورنیا ایالت کې هم ګټونکی شو او ۵۵ انتخاباتي رایې وګټلې. په اوریګن او واشنګټن ایالت کې هم ګټونکی شو. اوریګن ۷ او واشنګټن ایالت ۱۲ انتخاباتي رایې لري. جوبایډن تر دې دمه ۱۸۸ انتخاباتي رایې لري.

په امریکا کې انتخاباتي مرکزونه تړل شوي او نتایج اعلانیږي. برېښنا تحریک له کالفورنیا څخه تازه حال درکوي.

ولسمشر ټرمپ په شمالي دکوتا، اوتا او وایومینګ ایالتونو کې ګټونکی شو. شمالي‌ دکوتا او اوتا ۳-۳ او وایومینګ ۶ انتخاباتي رایې لري. د ښاغلي ټرمپ ټولې انتخاباتي رایې ۹۴ شوې.

ښاغلي‌ټرمپ د کانساس ایالت هم وګټه او شپږ نورې انتخاباتي رایې یې خپلې کړې چې تر دې دمه یې ټولې انتخاباتي رایې ۱۰۰ دي.​

نور پورته کول

XS
SM
MD
LG