د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د ۲۰۲۰ د جمهوري ریاست انتخابات؛ شیبه په شیبه معلومات 

د امریکا د جمهوري ریاست انتخابات نن د سه شنبې په ورځ نومبر درېیمه (لړم ۱۳) پیل شول. ددغو انتخاباتو په هکله تازه خبرونه او رپوټونه د متن، ویدیو او تصویر په بڼه دلته کتلای او لوستلای شئ.

جوبایډن د نیو همشایر ایالت وګټه او څلور انتخاباتي رایې یې زیاتې شوې. تر دې دمه د ښاغلي بایډن ټولې انتخاباتي رایې ۱۹۲ دي.

جوبایډن د ویرجینیا ایالت کې هم ګټونکی شوی او ۱۳ نورې انتخاباتي رایې خپلې کړي او ټولې انتخاباتي رایې یې ۲۰۵ شوې. هر کاندید چې ۲۷۰ انتخاباتي‌رایې وګټي، ولسمشر کیږي.

ولسمشر ټرمپ د اوهایو، آیدهو او د لویزیانا ایالتونه هم وګټل. اوهایو ۱۸، آیده هو ۶ او لویزیانا ۸ انتخاباتي رایې لري. ښاغلي ټرمپ تر دې دمه ۱۳۰ انتخاباتي رایې لري.

د دموکرات ګوند کاندید جوبایډن د دیلاویر په ایالت کې خپلو مینه والو ته لنډې خبرې وکړې او وویل معلومه نه ده چې د چهارشنبې تر سهار پورې او یا تر هغه وروسته ته دې ژر د ټاکنو نتیجه معلومه شي.

نور پورته کول

XS
SM
MD
LG