د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د ۲۰۲۰ د جمهوري ریاست انتخابات؛ شیبه په شیبه معلومات 

د امریکا د جمهوري ریاست انتخابات نن د سه شنبې په ورځ نومبر درېیمه (لړم ۱۳) پیل شول. ددغو انتخاباتو په هکله تازه خبرونه او رپوټونه د متن، ویدیو او تصویر په بڼه دلته کتلای او لوستلای شئ.

ولسمشر ټرمپ د میسیسیپي ایالت هم وګټه او ۶ نورې انتخاباتي رایې خپلې کړې. په دې سره د ولسمشر ټرمپ ټولې انتخاباتي رایې ۱۳۶ شوې.

جوبایډن د نبراسکا په ایالت کې یوه حوزه وګټله او یوه انتخاباتي رایه یې زیاته شوه. جوبایډن تر دې دمه ۲۱۰ او ولسمشر ټرمپ ۱۳۶ انتخاباتي رایې لري.

ولسمشر دونالډ ټرمپ د تګزاز او مونتانا ایالتونه وګټله. تګزاز ۳۸ او مونتانا ۳ انتخاباتي رایې لري. په دې سره د ولسمشر ټرمپ‌ ټلولې انتخاباتې رایې ۱۷۸ شوې.

جوبایدن د منیسوتا ایالت هم وګاټه او ۱۰ انتخاباتې رایې زیاتې شوې. په دې سره تر دې دمه د ښاغلي بایډن انتخاباتي رایې ۲۲۰ شوې.

نور پورته کول

XS
SM
MD
LG