د لاس رسي وړ اتصالات

خلیلزاد: که طالبان په زور واک ترلاسه کړي، دولت به یې "رټل شوی" وي


د افغانستان د مصالحې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد
د افغانستان د مصالحې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد

د افغانستان د مصالحې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد، وایي په افغانستان په جګړه کې دخیل اړخونه نه شي کولای د پوځي لارې بریالي شي او د هغه په وینا متحده ایالات په افغانستان کې د سولې د بهیر غښتلي کولو او سیاسي تفاهم ته ژمن دي.

ښاغلي خلیلزاد د امریکاغږ سره په ځانګړې مرکه کې وویل که طالبان وغواړي چې په زور او د جګړې له لارې په افغانستان کې واک ترلاسه کړي، د نړیوالې ټولنې له لورې به په رسمیت ونه پیژندل شي او په هغه صورت کې به افغانستان یو "مطرور دولت" شي.

ښاغلي خلیلزاد د ۱۹۹۰ لسیزې کورنیو جګړو ته په اشارې چې د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې پیل شوې وویل چې متحده ایالات به دا ځل دا اشتباه تکرار نکړي.

د سیاسي تفاهم له لارې د افغانستان د معضلې په حل کیدو باندې په ټینګار سره ښاغلي خلیلزاد وویل نه د افغانستان دولت کولای شي طالبان محوه کړي او نه هم د طالبانو ډله کولای شي چې په زور واک ترلاسه کړي او داسې دولت ولري چې د ټولو افغانانو او د نړیوالې ټولنې د ملاتړ نه برخورداره وي.

زلمی خلیلزاد وویل: " که د طالبانو یو شمیر پوځي قوماندانان تصور کوي چې جګړه د حل لار ده، اشتباه کوي. حتا که [طالبان] ټول هیواد هم ونیسي د خلکو له مقاومت او د نړیوالې ټولنې له مخالفت او د مرستو له مقاطعې سره به مخامخ شي او په یو مطرود به واوړي. عاقلانه ده چې دواړه خواوی په جدي توګه سره مذاکره وکړي او په بیړه او سمدستي د یو سیاسي توافق په اړه د افغانستان د خلکو غوښتنو ته ځواب ووایي. "

طالبانو په څو تیرو اونیو کې په ټول افغانستان کې جګړو ته زور ورکړی او د امریکا د پوځي مقاماتو په وینا دې ډلې د افغانستان د نیمایي ولسوالیو کنترول ترلاسه کړی او لږ تر لږه په دریو ولایتونو –کندهار، هرات او هلمند- کې هڅه کوي چې مرکزونه ونیسي.

زلمي خلیلزاد د امریکا-طالبانو موافقې ته په اسارې چې د ۲۰۲۰ کال په فبرورۍ کې لاسلیک شوې وویل د طالبانو سره دغه توافق بین‌الافغاني مذاکراتو ته لاره پرانستله، خو د هغه په وینا دواړو خواو له دغه فرصت نه په هغه چټکتیا چې امریکا او د افغانستان خلکو تمه درلودله ګټه وانخیستله.

ښاغلي خلیلزاد وویل: "مونږ تل داسې لارې چارې او وسیلې لټوو چې د مذاکراتو له چټکتیا سره مرسته وکړي، ځکه په افغانستان د جګړې لپاره د حل لاره نه وینو. باید د دوانداره سولې لپاره یوه سیاسي حل لاره، یو سیاسي توافق موجود اوسي...مونږ دغه هدف ته تر رسیدو ژمن یو."

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په یو بې ساري غبرګون کې په افغانستان کې موجود کړکیچ د امریکا او طالبانو ترمنځ په "بیړه" موافقې زیږنده وګاڼه او وویل چې دغه موافقه نه یواځې د سولې سبب نشوه بلکې "یوې متجاوزې ډلې ته" د مشروعیت ورکولو او د جمهوریت د واجد صف څخه د مشروعیت د اخیستلو سره یې مرسته وکړه.

خو بیا هم ښاغلي خلیلزاد وویل چې د افغانستان وسله وال پوځ د شمیر، درندو تجهیزاتو، هوایي قوت او ځانګړو ځواکونو د قوت د لرلو په وجه پر طالبانو برتري لري. هغه تلویحاً په افغانستان کې د سیاسي او پوځي مشرتابه نیمګړتیا د اوسني وضعیت عامل وګاڼه.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي د پاکستان په خاوره کې د زیات شمیر طالب مشرانو شتون ته په اشارې وویل چې په افغانستان کې د سولې، ثبات په تامینولو کې د پاکستان رول او مسولیت ځانګړی دی تر څو د هغه په وینا په دغو مشرانو باندې فشار راوړي او هغوی د جګړې نه لاس اخیستلو او سیاسي تفاهم ته اړ کړي.

XS
SM
MD
LG