د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې د افغان میرمنو د وضعیت د ارزولو په اړه غونډه جوړېږي


د امریکا بهرنیو چارو وزارت د ویاند دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن به د سه شنبې په ورځ د افغان میرمنو د ځواکمنیدو اوانعطاف منلو (AWER) په نوم د دغه وزارت او د امریکا د باسټون پوهنتون په ګډ نوښت جوړې شوې غونډې ته وینا وکړي.

دغه دفتر د دوشنبې د ورځې ناوخته فبرورۍ ۲۶( کب اووم) په یوې خبرپاڼې کې ویلي چې د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت او د امریکا د باسټون پوهنتون به په ګډه ددې غونډې مشرې وکړي.

په دې خبرپاڼه کې ویل شوي: "AWER د بهرنیو چارو د وزارت او د باسټون د پوهنتون ترمنځ یو عامه خصوصي شراکت دی، چې په ۲۰۲۲ کال کې د بهرنیو چارو د وزیر انتوني بلینکن له خوا پیل شوی دی".

ددغه نوښت هدف افغان میرمنو او نجونو ته د زده کړو، کار او تشبث په برخو کې د لاس رسي څخه ملاتړ ښودل شوی دی. ټاکل شوې په دې غونډه کې به د خصوصي سکټور، مدني ټولنې، اکاډومیکي ټولنې او د حکومتونو استازي خپل نوې نوښتونه د غونډې ګډونوالو سره شریک کړي ترڅو هغوی د ښکیلوخواو سره بوخت پاتې شي چې څنګه کولی شي د ائتلاف سره خپل پرمختللي اهداف شریک کړي.

ټاکل شوې دې غونډې ته د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر وینا به په ژوندې بڼه ددغه وزارت له خوا خپره شي.

د افغان میرمنو او نجونو د حقونو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري د ایکس په ټولنیزه شبکه کې دا غونډه مهمه بللې او ویلي دي دا غونډه د افغان میرمنود زده کړو، اقتصاد او کارموندنې فرصوتونو څخه ملاتړ کوي.

د سه شنبې په ورځ دا غونډه په داسې حال کې جوړیږي چې د دوشنبې په ورځ فبرورۍ ۲۶ (کب اووم) ملګروملتونو د امنیت شورا مشرې کرولین رادریګز بیرکت د افغانستان په اړه ددغې شورا د غونډې د پیل کېدو مخکې وویل چې طالبان باید هغه فرمانونه او تګلارې لغوه کړي چې له امله یې د ښځو او نجونو حقونه محدود شوي دي.

بیرکت چې په ملګرو ملتونو کې د ګیانا سفیره هم ده وویل: "موږ د ښځو د امنیت او سولې د مشترکو اصولو د لاسلیک کوونکو په توګه، یو ځل بیا د افغانستان د ښځو او نجونو د حقونو او علایقو لپاره خپله ژمنه تازه کوو".

هغې زیاته کړه: "موږ د جنسیت په اساس د طالبانو دوامدار او سیستماتیک تبعیض او د هغوی له لوري د ښځو او نجونو ځپل غندو او غوښتنه مو دا ده چې طالبان دې، هغه فرمانونه او تګلارې لغوه کړي چې ښځې او نجونې ځپي او ښځو او نجونو په زده کړو، ازاد تګ راتګ او د بیان په ازادۍ باندې په کې محودیتونه لګیدلي دي".

د ملګروملتونو د امنیت شورا د دوشنبې په ورځ د افغانستان د وضعیت د ارزولو لپاره د تړلو دروازو شاته غونډه وکړه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG