د لاس رسي وړ اتصالات

معترضې ښځې: طالبان د مدني فعالانوپه نیولو د عدالت غوښتنې غږ نشي ځپلی


د کندز د ولایت د افغانستان د معترضو ښځو د غورځنګونو ایتلاف یو شمیر غړو په یو پناه ځای کې په یوه غونډه کې ټینګار کړی چې د طالبانو له خوا د مدني ټولنې د فعالانو نیول او په زندان کې اچول د هغوی د عدالت غوښتنی مخه نشي نیولی.

دغه ایتلاف د دوشنبې د ورځې ناوخته نومبر۲۰ (لړم۲۹) د طالبانو له خوا د ژولیا پارسي، ندا پرواني او منیژه صدیقي نیولو او په زندان کې ساتلو ته په اشارې ویلي چې د هغوی د وضعیت په اړه جدي‌اندېښنه لري.

دغو معترضو ښځو وویل: "هغه څه چې طالبان یې باید درک کړي دا دي چې افغانستان کې د زړورو ښځو او د ښځو د حقونو د مدافعانو په نیولو سره د ازادۍ او عدالت غږ نشي چوپ کولی او نشي ځپلی، بلکې معترضې میرمنې به دا غږ د تیر پرتله لا نور په ډیر لوړ اواز اوچت کړي."

دغه ایتلاف غړو د نړیوالو او بشري بنسټونو څخه غوښتي چې د طالبانو له زندان څخه دې د افغان ښځینه فعالانو د خوشې کېدو لپاره اقدام وکړي او په نړیواله کچه دې د دغو معترضو ښځو غوښتنه منعکس کړي.

ددې دریو ښځینه فعالانو سربیره د طالبانو حکومت د پریسا ازاده په نوم د عدالت او ازادۍ د غورځنګ غړې هم د نومبر په ۱۵(لړم ۲۴) په کابل کې نیولې او یو نامعلوم ځای ته یې انتقال کړې ده.

په دې پریکړه لیک کې ویل شوي: " طالبان نه یوازې د بشري حقونو د حدودو او پلو څخه تیر شوي، بلکې خپل تیاره او د تاوتریخوالي ډک اقدامات یې نړۍ ته اعلان کړي او د ښځو پر وړاندې د هیڅ ډول جنایت او خیانت ترسره کولو څخه دریغ نه کوي ".

د طالبانو حکومت په افغانستان کې په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته د رسیدلو وروسته پر ښځو اونجونو باندې په پرله پسې ډول محدودیتونه لګولي دي.

نجونې یې له شپږم ټولګي څخه په پورته ټولګیو کې له زده کړو منع کړي او ښځې یې په پوهنتونونو کې له زده کړو او د ملګروملتونو د ادارو په ګډون په دولتي او غیر دولتي موسسو کې له کار کولو څخه منع کړي دي.

ددې سربیره طالبانو حکومت د دوو کلنو څخه په زیاته موده کې د کور څخه بهر د اوږده سفر پر مهال د محرم شتون او هم د کور څخه بهر د حجاب د اغوستلو شرطونه هم ایښي دي او هم یې ښځې د سینګارتونونو، ورزشي کلپونو او عمومي حمامونو ته له تللو منع کړي دي.

د طالبانو د حکومت چارواکو په پرله پسې ډول ویلي دا حکومت د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو ټولو حقونو ته ژمن دی او د زده کړو په برخه کې محدودیونه هم دایمي نه دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG