د لاس رسي وړ اتصالات

د شرې ناروغۍ له کبله امریکا ته د افغانانو انتقال وځنډول شو


امریکايي چارواکي وايي لسګونه زره افغانان یې اېستلي دي
امریکايي چارواکي وايي لسګونه زره افغانان یې اېستلي دي

د امریکا متحده ایالاتو حکومت په موقت ډول له جرمني او قطر څخه امریکا ته د افغانانو د انتقال پروازونه ځنډولي دي.‌

د سپینې ماڼۍ ویاندې جن ساکي د جمعې په ورځ سپټمبر ۱۰ (وږي ۱۹ ) په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل دغه پرېکړه له دې امله شوې چې امریکا ته د تازه لېږدول شویو افغانانو ترمنځ یو شمیر کسان د شري په ناروغۍ اخته دي.

هغې وویل "د امریکا د ناروغیو د کنترول او مخنیوي ادارې د احتیاط له مخې سپارښتنه کړې چې دغه پروازونه دې وځنډول شي."

هغې زیاته کړه د شري په ناروغۍ څلور کسه اخته افغانان د صحي لارښونو سره سم قرنطین شویدي.

سپینې ماڼۍ د جمعې په ورځ وختي ویلي و چې د متحده ایالاتو په مرسته ۳۲ نور امریکايي اتباع او په امریکا کې د دایمي استوګنې د کارتونو لرونکي کسان له افغانستان څخه وتلي دي.

د متحده ایالاتو د ملي امنیت د شورا ویاندې ایملي هورن د جمعې په ورځ وویل چې ۱۹ امریکايان د قطر د هوايي لېکې په الوتکه کې او ۱۳ نور د ځمکې له لارې له افغانستان څخه وتلي دي.

له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته دا له افغانستان څخه د امریکایانو او نورو کسانو د تخلیې دوهم پرواز و.

آغلې هورن وویل "نننی پرواز داښيي چې مونږ امریکایانو ته له افغانستان څخه د وتلو لپاره له بیلابیلو ځایونو څخه روښانه او خوندي انتخابونه ورکوو."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې جالینا پورتر وویل د جمعې د ورځې په پرواز کې متحده ایالاتو ۴۴ امریکایانو ته د وتلو وړاندیز کړی و ، خو ټولو ونه غوښتل چې له افغانستان څخه ووځي. هغې وویل د اټکل له مخې شاخوا ۱۰۰ کسه امریکايي‌ اتباع په افغانستان کې پاتې دي.

طالب چارواکو د پنجشنبې په ورځ د قطر چارتر شوې لومړنۍ الوتکې ته اجازه ورکړه چې د کابل له هوايي ډګر څخه امریکایان او د نورو هیوادونو ته اتباع بهر ولېږدوي.

آغلې هورن د پنجشبنې په ورځ په خپرې شوې اعلامیه کې ویلي و چې طالبانو د کابل له هوايي ډګر څخه د امریکایانو او په امریکا کې د دایمي استوګنې د کارتونو د لرونکو کسانو د تخلیې له بهیر سره همکاري کړېده.

له افغانستان څخه د امریکايي اتباعو، او له خطر سره مخ افغانانو د تخلیې بهیر په داسې حال کې پیل شوی چې له ګواښ سره مخ په زرګونو افغانان او یو شمیر امریکايي اتباع لاتراوسه هم په افغانستان کې پاتې دي.

د تخلیې له بهیر سره د بشري چارو یوه همکاره هزمي برامدا وايي د اټکل له مخې د هغو کسانو شمیر چې د مهاجرت د خاصو ویزو مستحق دي زرګونو کسانو ته رسیږي.


د تیرې اونۍ په پیل کې د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو په دوحه کې د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني سره په کتنه کې له افغانستان څخه د پاتې امریکایانو او له ګواښ سره مخ افغانانو د تخلیې له بهیر سره د مرستې غوښتنه کړې وه.

XS
SM
MD
LG