د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د روسیې د ګازپروم په بانک او نورو بنسټونو او افرادو تازه بندیزونه ولګول


د روسیې د ګازپروم بانک لوګو.
د روسیې د ګازپروم بانک لوګو.

د متحدو ایالتونو د مالیې وزارت د پنجشنبې په ورځ نومبر ۲۱(لیندۍ لومړۍ) په روسیې باندې نوي بندیزونه اعلان کړل چې بانکي سکتور او له اوکراین سره یې د جګړې د تمویل توان په نښه کوي.

دا بندیزونه د روسیې ګازپروم بانک، نړیوال مرتبط مالي بنسټونه، ادارې او افراد ځپي.

د متحدو ایالتونو د مالیې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنترول ادارې په خپل ویبسایټ کې په یوې اعلامیې کې ویلي چې په بندیزونو کې د روسیې ستر بانک، ګاز پروم- چې لا بندیز پرې لګول شوی نه و-، د روسیې ۵۰ نور بانکونه، د تامیناتو څه باندې ۴۰ ثبت کوونکي او ۱۵ مالي افسران شامل دي.

د امریکا د مالیې وزارت ویلي دي چې د ګازپروم بانک له اوکراین سره د جګړې لپاره د پوځي وسایلو د پېرولو سرچېنه ده او د روسیې حکومت له همدغه بانک څخه خپلو ځواکونو ته معاشونه ورکوي.

په بندیزونو کې د روسیې د ټولو دخېلو ادارو، بنسټونو او افرادو ملکیتونه او شتمنۍ به ګنګل کېږي.

د مالیې وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې دا بندیزونه به «د روسیې د جګړې ماشین کمزوری او ویجاړ کړي. دا هر اړخیز اقدام به د کرملین لپاره سخته کړي چې د متحدو ایالتونو د بندیزونو مخه ونیسي او خپل پوځ تمویل او تجهیز کړي.»

تر دې مخکې استرالیا، کاناډا، نیوزلنډ او بریتانیا هم د روسیې د ګازپروم په بانک باندې بندیزونه لګولي وو.

د سپینې ماڼۍ په ویبسایټ کې د متحدو ایالتونو د ملي امنیت د شورا مشاور جیک سولیوان ویلي دي‌ چې دا بندیزونه د ولسمشر جوبایډن د هغو ژمنو برخه ده چې د سپتمبر په میاشت کې یې کړې وې، چې نورې اضافي مرستې به برابروي او اقدامات به کوي چې «له اوکراین سره مرسته وکړي‌ چې د روسیې د یرغل په مقابل کې مقاومت روان» ساتي.

تمه کېږي چې د جوبایډن حکومت د خپلې دورې تر ختمېدو مخکې به له اوکراین سره د مرستو بهیر چټکوي.

د متحدو ایالتونو منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ او مخکښو جمهوریت غوښتونکو په اوکراین باندې د مرستو کمولو وړاندیز کړی دی. ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په ۲۰مه کې کار پیلوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG