د لاس رسي وړ اتصالات

د جی-۲۰ غړي به د اسیا له جنوب سره د منځني ختیځ د نښلو لپاره د ریل ګاډي او بندرونو په جوړولو موافقه وکړي


بایډن، مودي او شهزاده محمد بن سلمان
بایډن، مودي او شهزاده محمد بن سلمان

د سپینې ماڼۍ یو مقام د شنبې په ورځ سپتمبر نهمه (وږي ۱۸) وویل چې د هند په پلازمېنه نوي ډهلي کې د جي-۲۰ هیوادونو د سرمشریزې په څنډه کې به د څو میلتي ریل ګاډي او بندرونو تړون چې منځني ختیځ له جنوبي اسیا سره نښلوي، اعلان شي.

دا تړون په داسې حساس وخت کې رامنځته کیږي چې د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د چین د 'یو کمربند او یوې لارې نوښت' له فشار سره د مقابلې هڅه کوي. د ۲۰۱۳ کال په نومبر کې د چين جمهور رئيس شي جينپينګ د 'يو کمربند، يوې لارې' نوښت پيل کړ چې موخه يې په نړۍ کې ددې هېواد د نفوذ پراخول دي.

د چین دا پروژه د نړۍ د بیلابیلو هیوادونو په زیربناوو کې پانګونه کوي. بیجینګ هڅه کوي چې په مختللو پرمختیایي هیوادونو کې د پانګونې په برخه کې د امریکا ځای ونیسي.

د امریکا د ملي امنیت د سلاکار مرستیال، جان فنر په نوي ډهلي کې د جي-۲۰ په کلنۍ غونډې کې خبریالانو ته وویل چې دا تړون به په سیمه کې د ټیټو او منځنیو عاید لرونکو هیوادونو په ګټه وي او د سوداګرۍ په نړیوال ډګر کې به منځني ختیځ ته لوی رول ولوبوي.

د دغه تړون موخه د اورګاډي له لارې د منځني ختیځ د هېوادونو نښلول او د بندر له لارې له هند سره ددغو هیوادونو نښلول او له فارس خلیج څخه اروپا ته د انرژۍ او سوداګرۍ په لېږد کې مرسته کول دي، ځکه دا پروژه نه یوازې له یوې سیمې څخه بلې سیمې ته د سوداګریزو توکو د لېږد وخت کموي، بلکې د سون توکو د لګښت د کمیدو هم سبب کیږي.

د امریکا د ملي امنیت د سلاکار د مرستیال په خبره، اروپايي ټولنه، هند، سعودي عربستان، متحده عربي امارات، امریکا او د جي-۲۰ نور غړي هېوادونه به دغه تړون لاسلیک کړي.

نوموړي وویل:"موږ فکر کوو چې د دې لویو سیمو نښلول [له جنوبي اسیا سره د منځني ختیځ نښلول] یو لوی فرصت دی." خو د دې پروژې جزئیات او لګښت لا نه دی اعلان شوی. "

د زیربناو دغه پروژه په داسې حال کې اعلان شوی چې په منځني ختیځ کې د یوې پراخې دپلوماټیکې معاملې لپاره د متحده ایالاتو هڅې شکل نیسي، چې د سعودي عربستان لخوا د اسرائیل په رسمیت پیژندل په کې شامل دي.

په وروستیو کلونو کې د واشنګټن او بیجینګ ترمنځ اړیکي د بېلابېلو مسایلو له امله ترینګلي شوي دي.

د دوه اړخیزې سوداګرۍ شخړه، په چین کې د لږکیو، په ځانګړې توګه په سینکیانګ کې د اویغور مسلمانانو د حقونو څخه سرغړونه او په هانګ کانګ کې د چین د سختو قوانینو پلي کول د متحده ایالاتو سره د چین جنجالي مسلې دي.

د تايوان په اړه د چين دريځ او له تايوان څخه د امريکا ملاتړ او د جنوبي چين د اوبو په سر شخړه چې د سيمې يو شمېر هېوادونه پرې دعوه لري، د نړۍ د دوو سترو اقتصادونو ترمنځ د ترينګلو اړيکو نور عمده عوامل دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG