د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن د جي-۲۰ په غونډه کې د ګډون لپاره هند ته ورسید


د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن
د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د جمعې په ورځ سپټمبر اتمه (وږي ۱۷) د جی شل په سرمشریزه کې د ګډون لپاره د هند پلازمینې نوي ډهلی ته ورسید او د هند صدراعظم نریندرا مودي ورته تود هرکلی ووایه.

ولسمشر بایډن په دې غونډه کې هیله من دی چې د چین د ولسمشر شي جینپینګ او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د نه شتون څخه د واشنګټن د نفوذ د زیاتولو لپاره ګټه پورته کړي.

تمه ده چې ولسمشر بایډن هند ته له رسېدو وروسته له صدراعظم نریندرا مودي سره وګوري.

سپینې ماڼۍ ویلي چې بایډن به د جي-۲۰ د سرمشریزې په څنډه کې د نورو هیوادونو له مشرانو سره هم وګوري.

د معمول سره سم د نړۍ د سترو اقتصادونو مشران تل د ګډې زمینې په موندلو کې ستونزې لري، خو پر اوکراین د روسیې پوځي یرغل د نړۍ د شلو سترو اقتصادونو د مشرانو لپاره یوې معقولې موافقې ته رسېدل ستونزمن کړي دي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان ویلي دي چې بایډن به د اقلیم د بدلون، د پورونو د بیا تنظیمولو او په اوکراین کې د جګړې په ګډون پر بیلابیلو مسلو تمرکز وکړي. ټاکل شوې دا غونډه د شنبې په ورځ د سپټمبر په نهمه پیل شي.

ښاغلي سلیوان وویل چې هغه هیله من دی چې د جي-۲۰ مشران وکولی شي د ننګونو پر وړاندې په ګډه کار وکړي. د امریکا د ملي امنیت سلاکار زیاته کړه، چې متحده ایالات د مخ پر ودې هېوادونو پرمختګ غواړي چې دغه هیوادونه په بېلابېلو برخو کې له اقلیمي بدلون څخه نیولې تر پرمختللې ټکنالوژۍ پورې چې د امریکا لومړیتوب دی، پرمختګ وکړي.

یو شمېر شنونکي په دې باور دي چې د نوي ډهلي په غونډه کې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین او د چین د ولسمشر شي جین پینګ په څیر د دوو مهمو مشرانو نه شتون به د ځینو هغو لویو ستونزو د حل پر بهیر اغېز وکړي چې هند ورسره مخامخ دی.

ولسمشر بایډن په دې وروستیو کې وویل چې د شي جین پینګ په نشتون چې د یو ځواکمن هیواد ولسمشر دی، "ناهیلی" دی، خو زیاته یې کړه چې "زه غواړم له هغه سره ووینم." خو د امریکا ولسمشر دا نه دي ویلي چې له خپل چینايي سیال سره به کله او چېرته وویني.

جیک سلیوان هم د سه شنبې په ورځ ونه ویل چې دا ډول غونډه به کله وشي.

او شنونکي وايي هیله لري چې نوی ډهلی او بیجینګ د چین د نوې نقشې په اړه چې هند ورسره موافق نه دی خپل اختلافات وارزوي.

په وروستیو کلونو کې د واشنګټن او بیجینګ ترمنځ اړیکي د بېلابېلو مسایلو له امله ترینګلي شوي دي.
د دوه اړخیزې سوداګرۍ شخړه، په چین کې د لږکیو، په ځانګړې توګه په سینکیانګ کې د اویغور مسلمانانو د حقونو څخه سرغړونه او په هانګ کانګ کې د چین د سختو قوانینو پلي کول د متحده ایالاتو سره د چین جنجالي مسلې دي.

د تايوان په اړه د چين دريځ او له تايوان څخه د امريکا ملاتړ او د جنوبي چين د اوبو په سر شخړه چې د سيمې يو شمېر هېوادونه پرې دعوه لري، د نړۍ د دوو سترو اقتصادونو ترمنځ د ترينګلو اړيکو نور عمده عوامل دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG