د لاس رسي وړ اتصالات

محب د فساد او حکومت د ړنګیدو په اړه د سیګار پوښتنو ته ځواب ویلی


د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د څار د ادارې (سیګار) مشر جان ساپکو
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د څار د ادارې (سیګار) مشر جان ساپکو

یو پخوانی افغان چارواکی وایي د هغو ادعاوو په اړه یې د امریکا پوښتنو ته ځواب ویلی چې ادعا شوې پخواني جمهور رئیس محمد اشرف غني تیر کال له افغانستان څخه د وتلو پرمهال له ځان سره ۱۵۰ میلیونه ډالره وړي دي.

حمدالله محب چې د محمد اشرف غني د ملي امنیت سلاکار وو ویلي دي چې په داوطلب شکل یې د افغانستان د بیارغوني لپاره د امریکا د څار د ادارې "سیګار" له مشر جان ساپکو سره په ډسمبر میاشت کې د هغه په دفتر کې کتلي او د امریکا له ملاتړ څخه یې د برخمن تیر حکومت د فساد په اړه پوښتنو ته ځوابونه ویلی دی.

نوموړي امریکا غږ ته وویل:"ما سیګار ته خپل بانکي حسابونه او د خپلو شتمنیو ټول معلومات ورکړل." ښاغلي محب چې په هماغه ورځ له محمد اشرف غني سره یوځای په الوتکه کې له افغانستان څخه ووت او د یوڅه وخت لپاره‌ په ابوظبي کې پاتې شو زیاته کړه چې د سیګار له تحقیقاتو سره به همکاریو ته دوام ورکړي.

امریکا د افغانستان د پخواني حکومت تر ړنګیدو پورې د یاد حکومت لویه مالي ملاتړې وه. سیګار ته د کانګرس له خوا دنده وسپارل شوېده چې د تیر کال په ګست میاشت کې د پخواني جمهور رئیس محمد اشرف غني له خوا د میلیونونو ډالرو نغدو پیسو د وړلو د ادعاوو په اړه تحقیقات وکړي.

ساپکو تیره اوونۍ د اتلانتیک شورا په یوه بحث کې وویل:"دا حقیقت چې موږ د هغو ادعاوو په اړه څیړنه کوو دا معني نلري چې ریښتیا یا درواغ دي."

د نغدو ډالرو د وړلو د ادعاوو سربیره چې د لومړي ځل لپاره یې په کابل کې د روسیې سفارت راپور ورکړ، ساپکو وویل، هغوی به د څو نورو مرتبطو موضوعاتو په اړه هم تحقیقات وکړي:" ولي د افغانستان حکومت ډومره ژر ړنګ شو؟ ولي پوځ دومره ژر ړنګ شو؟ څه پيښ شول؟ ټولې وسلې؟ له ټولو هغو پيسو سره څه وشول چې موږ تر پایه استولې، پیسې، تیل او دې ته ورته نور شیان."

سیګار توقع لري ‌چې دې پوښتنو ته ځواب پیدا کړي او د روان کال په مارچ او یا هم اپریل میاشت کې کانګرس ته یو محرم راپور وړاندې کړي. ساپکو وویل چې هغوی به په دې اړه یو علني راپور هم خپور کړي.

د افغانستان د پخواني جمهور رئیس محمد اشرف غني د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب
د افغانستان د پخواني جمهور رئیس محمد اشرف غني د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب

محمد اشرف غني مرکه ونکړه

فضل فضلي چې د افغانستان د پخواني‌ جمهور رئیس محمد اشرف غني یو بل همکار وو او له نوموړي سره یو ځای ووت او اوس په سویډن کې اوسیږي امریکا غږ ته وویل چې سیګار تر اوسه له غني سره مرکه نده کړې.

ښاغلي فضلي وویل سیګار له هغه څخه هم تر اوسه پوښتنې او تحقیقات ندي کړي.

له افغانستان څخه تر وتلو درې ورځې وروسته محمد اشرف په یوه ویډیویي پیغام کې د نغدو پیسو د وړلو ادعاوي رد کړې او پر ملګرو ملتونو یې غږ وکړ چې په دې اړه خپلواک تحقیقات وکړي.

د محب په شان فضلي هم وویل چې غواړي له سیګار سره همکاري وکړي څو ثابته کړي په هیڅ ډول فساد کې ښکیل ندی. خو نوموړي په ورته وخت کې دا تائید کړه چې فساد د تیر حکومت په ټولو برخو کې موجود وو.

فضلي وویل:"دا به عاقلانه نه وي چې وویل شي فساد نه وو. موږ توقع لرو چې سیګار په افغانستان کې د فساد په اړه واقعیبینانه، پراخ او معنداره څیړنې وکړي.

د پخواني جمهور رئیس محمد اشرف غني یو نږدې همکار فضل فضلي
د پخواني جمهور رئیس محمد اشرف غني یو نږدې همکار فضل فضلي

محب او فضلي چې د نورو چارواکو په نسبت غني ته نږدې بلل کیدل، دواړو ویلي هغه ادعاوي چې ویل کیږي غني د ډالرو له بستو سره وتلی د امریکا د یوه مسفد متحد په توګه د پخواني جمهور رئیس د بدنومي کولو په خاطر دي.

فضلي ویلي:"له جمهور رئیس غني سره د مسکو روابط ډیر خراب وو او حتی د مرکزي آسیا یو شمیر مشرانو هغه ته د غرب امپریالست ویل."

نغدې پیسې

فضلي او محب دواړو وویل چې په د افغانستان د جمهوري ریاست په ماڼۍ کې په پراخه اندازه د نغدو پیسو څخه خبر نه وو.

په داسې حال کې چې حامد کرزي تائید کړې ده د هغه دفتر له سي آی اې او ایران حکومت څخه د پیسو بکسونه ترلاسه کول، خو غني څو ځله ویلي وو چې دفتر یې هیڅ وخت له سي آی اې او یا هم بلې استخباراتي ادارې څخه پیسې ندي ترلاسه کړي.

د محب په وینا، غني ویلي وو چې هغه د دولتي پیسو په اړه خپل اجرایوي صلاحیت یوې دولتي کمیتې ته سپارلی او د افغان پوځ د لګښتونو په برخه کې یې د ناټو او امریکا د قرار دادونو په پروسس کې صلاحیت نه درلود.

حساب او کتاب

د براون په پوهنتون کې د واټسن انستیتوت د جګړې د لګښتونو د پروژې پر اساس، امریکا د ۲۰۰۱ کال څخه بیا د ۲۰۲۱ کال تر پایه پورې پر پراختیایي پروژو د ۱۴۰ میلیاردو ډالرو په ګډون د افغانستان پر جګړه څه باندې ۲ تریلیون ډالره لګولي دي.

خو د سیګار څیړونکو دا موندلې چې حد اقل د امریکا د پراختیایي مرستو ۱۵.۵ میلیارده ډالره ضایع شوي او یا هم ناوړه ګټه ورڅخه اخیستل شوېده.

حمدالله محب ویلي"سیستماتیک فساد ددې لامل شو چې په افغانستان یو سیستم له منځه ولاړ شي."

د نورو په شان محب وویل، هغه د هغو واقعي مسفدو کسانو په اړه چې ځانونه یې په افغانستان کې د امریکا د مالي او قراردادي سیستمونو له لارې غني کړي ‌وو اندیښمن وو کوم چې اوس په آزاد شکل د نړۍ په مختلفو سیمو کې ګرځي.

د افغانستان د پخواني حکومت له ړنګیدو وروسته، په لس ګونه زره افغانان چې پکې د پخواني حکومت یو شمیر چارواکي، قرار دادیان هم شامل دي له افغانستان څخه بهر د پناه اخیستلو په لټه کې دي.

XS
SM
MD
LG