د لاس رسي وړ اتصالات

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر: امریکا د ۲۰۰۱ کال په پرتله اوس خوندي ده


د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لویډ آسټن وايي چې امریکا د شل کاله پخوا په نسبت اوس ډیره خوندي ده. هغه د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې د ترهګریزو بریدونو د کلیزې په اړه چې شاوخوا درې زره کسان په کې ووژل شول له امریکاغږ سره په مرکه کې وویل " د امریکا د متحده ایالاتو دفاعي او تعرضي وړتیاوو تکامل موندلی او زیاتې شویدي."

د امریکاغږ د دې پوښتنې په ځواب که چې آیا غوره نه وه چې امریکا له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو راویستل د لنډ وخت لپاره ځنډولي وای او یا یې هم د تخلیې پروسه د بدلون موندونکو اطلاعاتو پربنسټ ژر پیل کړې وای، ښاغلي آسټن وویل" د متحده ایالاتو د دفاع وزارت او نورې ښکېلې ادارې به دغه پوښتنې په راتلونکي کې وڅېړي او تر هغه وخته چې د دوی ارزونې بشپړې شوې نه وي، زه به په دې هکله کومه ارزونه وړاندې نه کړم."

ښاغلي آسټن وویل متحده ایالات به له افغانستان څخه رامنځته کېدونکي ګواښونه په دوامداره توګه څاري خو دغه کار به په چین باندې چې د امریکا لپاره یو بالقوه ګواښ دی، د تمرکز د ساتلو په وړاندې خنډ واقع نشي. هغه زیاته کړه چې د امریکا د دفاع وزارت به د سومالیا په شان سیمې چې حکومتولي په کې ضعیفه ده او نړیوال ترهګر په کې فعالیت کوي تر خپل نظر لاندې ساتي.

په امریکا باندې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې بریدونه د القاعده شبکې له خوا چې د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان کې یې فعالیت کاوه، ترسره شول. امریکا او متحدینو یې د دغو بریدونو په ځواب کې په افغانستان برید وکړ او د طالبانو رژیم یې نسکور کړ، خو اوس له دغو بریدونو شل کاله وروسته ټول امریکايي او نور بهرني عسکر له افغانستان څخه وتلي او طالبان یوځل بیا په افغانستان حاکم شویدي.

XS
SM
MD
LG