د لاس رسي وړ اتصالات

په امریکا کې یو شمیر اسلامي اماکن امنیتي اندیښنې لري


د تکزاس په شمال کې د اسلامي انجمن تصویر
د تکزاس په شمال کې د اسلامي انجمن تصویر

د لاس انجلس د شاوخوا سیمو څخه د واشنگټن ډي سي تر شاو خوا سیمو پورې د امریکا په گوټ گوټ کې جوماتونه د امریکایي مسلمانانو پر ضد د غچ اخیستنې د مخ په زیاتیدونکو گواښونو په خاطر خپل امنیتي تدابیر زیاتوي.

د امنیتي اندیښنو د زیاتوالي او د امنیتي تدابیرو د نیولو دلیل د امریکایي اسلامي مشرانو په اند د پاریس د ترهگریزو بریدونو او د امریکا د کالیفرنیا په سان برناردینو کې د دوو افراطي مسلمانانو د وژونکي برید وروسته په امریکایي ټولنه کې د اسلامي دولت د ډلې د ترور په اړه د عامه اندیښنو نتیجه ده.

له بلې خوا امریکا ته د مسلمانانو پر داخلیدو باندې د امریکا د متحده ایالاتو جمهوري ریاست ته د جمهوري غوښتونکي کاندید رونالد ټرمپ غږ د مسلمانو مذهبي مشرانو په اند د جوماتونو او د اسلامي ټولنیزو مرکزونو د امنیت په هکله اندیښنې تقویه کړي دي.

لږ تر لږه د دوو جوماتونو منتظمینو یو یې د اریزونا په فینکس او بل یې د ویرجنیا په ایالت کې ددغو دوو مذهبي اماکنو د امنیت په هکله د امریکا د کورنیو چارو له وزارت سره تماس نیولی دی او له دې اخوا یې د امنیت د نیولو لپاره نور محافظین گمارلي دي.

څو ورځې مخکې د کالیفرنیا ایالت پولیسو یو ٢٣ کلن مشکوک شخص د دې ایالت په جنوب کې په یو جومات کې د اور لگونې په تور ونیو. په دغه پیښه کې جومات ته زیان نه دی رسیدلی او اوس تورن شخص د نفرت د جرم په کولو سره په توقیف مې دی.

د سان برناردینو د پیښې وروسته د ویرجنیا ایالت د دالاس په سیمه کې چې زیات شمیر مسلمانان په کې اوسیږي د یو جومات محافیظینو د غچ اخیستونکو بریدونو له ویرې خپلې وظیفی خوشې کړې دي.

د دې جومات امام محمد مجید وایي چې اوس یې د امنیت لپاره زیات محافظین استخدام کړي دي. همداشان د تکزاس ایالت د پلانو په نامه اسلامي مرکز هم د خپلو محافظینو شمیر زیات کړی دی.

په فرانسه کې د ترهگریزو بریدونو او د امریکا د متحده ایالاتو په سان برناردینو کې د مرگونې پیښې وروسته تر اوسه نه ده څرگنده شوی چې په متحده ایالاتو کې پر مسلمانانو او اسلامي اماکنو څومره بریدونه شوي دي.

د پلټنو فدرالي اداره به د ٢٠١٥ کال تر پایه هغو جرمونو په اړه چې د مذهبي نفرت له مخې ترسره شوي خپل رپوټ خپور نه کړي. په ٢٠١۴ کال کې دغې ادارې رپوټ ورکړی و چې په متحده ایالاتو کې ۱۱۴۰ تنه د مذهبي تنفر اړوند جرمونو ښکار شوي دي چې ددې جملې څخه ١٦ فیصده یې مسلمانان وو.

XS
SM
MD
LG