د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا کانګرس د ۸۸۶ میلیارد ډالرو دفاعي بودیجه تصویب کړه


د متحدو یالتونو د استازو خونه
د متحدو یالتونو د استازو خونه

د متحدو ایالتونو له سنا وروسته د استازو خونې هم د پنجشنبې په ورځ ډسمبر ۱۴ (لیندۍ۲۳) د دغه هېواد د دفاع وزارت لپاره د ۲۰۲۴ کال د۸۸۶ میلیارد ډالرو بودیجه تصویب کړه.

د استازو خونې د ۳۱۰ موافقو او ۱۱۸ مخالفو رایه په ورکولو سره دا بودیجه تصویب کړه، چې د ولسمشر جوبایډن له امضا وروسته به قانون شي.

بودیجه د ۲۰۲۴ کال لپاره د متحدو ایالتونو د دفاع وزارت تګلارې او د لګښتونو لومړیتوبونه ټاکي، بودیجه د تېرکال په پرتله ۲۸ میلیارد ډالر زیاته ده چې‌ د دفاع وزارت په عمومي بودیجې کې تقریبآ درې فیصده زیاتوالی ښيي.

د استازو د خونې د وسله والو خدمتونو د کمېټې مشر مایک راجرز وویل: «دا یوه مهمه لایحه (بودیجه) ده چې کانګرس پرې غور کوي. هرکال د دغې لایحې تصویب ټولو هغو نارینه وو او ښځو ته، چې زموږ د ازادۍ څخه دفاع کوي، دا پیغام ورکوي چې کانګرس کار کولای شي او د هغوی اړتیاوې یې لومړیتوب دي.» نوموړي وویل چې د دغې لایحې تصویب تر بل هر وخت اوس مهم دی، ځکه چې «امریکا او زموږ ایتلافیان د چین، روسیې، ایران، شمالي کوریا او په نړۍ کې د ترهګرو سازمانونو له لوري له بې سابقې او په چټکۍ سره د رادبره کېدونکو ګواښونو سره مخامخ» دي.

په دغې بودیجې کې د امریکايي ځواکونو تنخوا ۵.۲ فیصده زیاته شوې او له اوکراین سره پوځي مرستې تر ۲۰۲۷ کال پورې غځول شوې دي. همدغه راز د امریکا، بریتانیا او استرالیا ترمنځ د امنیتي همکارۍ لپاره هم پېسې برابروي.

د متحدو ایالتونو سنا د چهارشنبې په ورځ ناوخته دا لایحه تصویب کړې وه. د ۱۰۰ سناتورانو له ډلې یې ۸۷ موافقې او ۱۳ مخالفې رایې ورکړې وې.

په سنا کې د اکثریت مشر چک شومر د دغې لایحې له تصویب وروسته وویل: «موږ به د هند په ارام سمندر کې خپلې سرچېنې زیاتې کړو، چې د چین حکومت د تېري مخه ونیسو او په تایوان کې پوځ ته سرچېنې په واک کې ورکړو. موږ به د دفاع وزارت ته نورې سرچېنې ورکړو چې مصنوعي ځېرکتیا انتقال او پراخه کړي، د بهرنیو سایبري ګواښونو مخه ونیسي او نا مشخصو فضايي موجوداتو په اړه شفافیت زیات کړي.»

تر دې مخکې د سنا د اقلیت مشر میچ مککانل هم د دغې لایحې ستاینه کړې وه او ویلي وو چې په لایحې «کې د چین سره په سیالۍ کې د امریکا د دریځ ضرورت څرګند» شوی دی.

په همدې حال کې د متحدو ایالتونو قانون جوړوونکي لا هم د سپینې ماڼۍ له لورې د ملي امنیت د ۱۰۶ میلیارد اضافي ډالرو د غوښتنې په اړه بحثونه کوي. په دې کې یې ۶۰ میلیارد ډالر له اوکراین سره پوځي او بشري مرستو او ۱۴ میلیارد ډالر له حماس سره په جګړې کې له اسرائیل سره مرستو ته ځانګړي شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG