د لاس رسي وړ اتصالات

روسیې یو امریکايي د نشه يي توکو د قاچاقو او پروسس په تور نیولی 


په مسکو کې د یوې محکمې مخې ته د روسیې امنیتي ساتونکی ولاړ لیدل کېږي
په مسکو کې د یوې محکمې مخې ته د روسیې امنیتي ساتونکی ولاړ لیدل کېږي

روسیې د رابرټ ووډلنډ په نوم یو امریکايی تبعه د نشه يي توکو د ساتلو، قاچاق او پروسس کولو په تور نیولی دی.

د روسیې امنیتي ځواکونو تېره میاشت ووډلنډ نیولی و، خو هغه نن سه شنبه جنوري نهمه (مرغومې۱۹) په مسکو کې محکمې ته وړاندې کړل شو.

مسکو یو شمېر امریکايي وګړي د جاسوسۍ او نورو تورونو له کبله نیولي دي. د متحدو ایالتونو او روسیې ترمنځ روابط د مسکو د جګړې په سر خراب شوي دي.

د مسکو دغې محکمې په خپلې ټولنیزې رسنۍ کې لیکلي دي: «د جنورۍ په شپږمه نېټه د مسکو د اوستانکینسکي ناحیې محکمې پرېکړه وکړه چې رابرټ رومانوف ووډلنډ به د مارچ تر پنځمې نېټې پورې د دوو میاشتو لپاره په توقیف کې وي.»

په هغه تور دی چې «په ناقانونه توګه یې نشه يي مواد لرل، ساتل، انتقالول، جوړول او پروسس» کول یې. که دا ټول تورونه پرې ثابت کړل شي، ممکن د ۲۰ کالونو بند سزا ورکړل شي.

روسیې په دې وروستیو کلونو کې یو شمېر امریکایي وګړي نیولي او بندیان کړي دي، منتقدین روسیه تورنوي چې دا کسان د دې لپاره نیسي او بندیان کوي چې په متحدو ایالتونو کې بندي روسان ورسره تبادله کړي.

د امریکا د بحري ځواکونو یو غړی پاول ویلان په مسکو کې په ۲۰۲۰ کال کې د جاسوسۍ په تور په ۱۶ کالونو بند محکوم شوی، دی دا تور ردوي.

د ۲۰۲۳ کال د مارچ په میاشت کې بل امریکايي تبعه ایوان ګرېشکویچ هم د جاسوسۍ په تور ونیول شو. دی د والسټریټ خبریال دی چې هم یې خپله او هم یې اداره دا تور ردوي.

ګرېشکویچ د پخواني شوروي اتحاد له مهال راپدیخوا د لویدیځ لومړی خبریال دی چې په روسیې کې نیول کېږي.

همدغه راز یوه بله دوه تابعیت لرونکې امریکايۍ خبریاله السو کورماشیوا د تېرکال د اکتوبر په میاشت کې ونیول شوه. دا تورنه ده چې د «بهرنۍ استازې» په توګه یې ځان ثبت کړی نه و او ناسم معلومات یې خپرول.

روسیې د۲۰۲۲ د ډسمبر په میاشت کې د امریکا د باسکتبال یوه ستورې بریټېني ګرینر د روسیې د وسلو د مشهور قاچاق کوونکي ویکتور بوټ په بدل کې خوشې کړه. ویکټور په امریکا کې بندي و.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG