د لاس رسي وړ اتصالات

'له روسانو تېښته'؛ د دوو اوکرایني نجونو په اړه فلم امریکا کې خپور شو


نستیا او ماشا د روسانو په قید کې ۱۱ میاشتې تیري کړي دي.
نستیا او ماشا د روسانو په قید کې ۱۱ میاشتې تیري کړي دي.

"له روسانو تېښته" مستند فلم د روسي ځواکونو په قید کې د دوو اوکراینیو نجونو کیسه ده چې په امریکا کې نندارې ته وړاندې شوی دی.

نستیا میتروفانووا او ماشا سینچوک د اوکراین په خرسون کې د پخلي په زدکړه بوختې وې چې د روسي ځواکونو له خوا ونیول شوې.

فلم په بند کې د هغوی د ۱۱ میاشتو تیرولو او سختیو کیسه کوي. دوی لومړی په زور نیول کیږي او بیا کریمیا ته یووړل کیږي. هلته د زده کړو په یوه موسسه کې په قید کې ساتل کیږي. سینچوک وايي، دوی د "اوکرایني پلوه باورونو لرلو" له امله له نیول کېدو وړاندې ګواښل شوي وې.

ماشا سینچوک وايي: "پوځي پولیس راغلل او موږ یې وګواښلو چې که موږ د اوکراین په ملاتړ خبره وکړو زموږ خولې به په تور تار وګنډي."

دا فلم چې د "سلایډ ټکی اینفو" په نوم څېړنیزې ادارې له خوا جوړ شوی، د امریکا په کانګرس کې نندارې ته وړاندې شو.

کره شمیرې نشته، خو اوکرایني چارواکي وايي چې لږترلږه ۱۶ زره اوکرایني ماشومان په روسیه کې بندیان دي.

خبریاله یولیا خمیریک چې ددغه مستند فلم پر جوړولو یې کار کړی، وايي چې اوکراین ته د دغو ماشومانو راستنولو لپاره نړیوالو مرستو ته اړتیا ده. نوموړې اندېښنه ښيي چې که پدې اړه هلې ځلې ښکار شي نو روسان به یې د مخنیوي هڅه وکړي.

هغه وايي: "له همدې امله موږ د نجونو د ژغورلو جزیات نه دي ښودلي. موږ د هغو رضاکارانو او د ټولنو مرستو ته اړتیا لرو چې کولی شي د اوکراینیانو پر ځای دا کار وکړي، ځکه چې روسیه له اوکراینیانو سره کار نه کوي."

د امریکا د کانګرس غړې مارسي کاپتر وایي چې روسي چارواکي باید محاکمه شي خو ددې کار دپاره باید لومړی جرمونه مستند شي، لکه څنګه چې په دې فلم کې دي.

کاپتر زیاتوي: "یوه محکمه به جوړه شي، زه فکر کوم چې دا به بالاخره په هاګ کې وي، ترڅو روسیه عدالت ته راوکاږي. د هغو ماشومانو په نوم چې د مور او پلار څخه تښتول شوي، او یا یې مور او پلار وژل شوي او ماشومان یې د روسیې له خوا نیول شوي دي."

نستیا میتروفانووا او ماشا سینچوک اوس امریکا ته راغلي او وايي، په واشنګټن کې د کانګرس غړو ته پدې هیله خپله کیسه بیانوي چې د هغو اوکراینیانو سره مرسته وکړي چې د ورته برخلیک سره مخامخ دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG