نن یکشنبه د سپتمبر ۱۱ (وږي ۲۰) ده او امریکایان په نیویارک، پنسلوانیا او د متحده ایالاتو د دفاع په وزارت کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پر امریکا باندې د ۲۰۰۱ کال په ترهګریزو بریدونو کې قربانیانو ته د درناوي مراسم پر ځای کوي.
پوره ۲۱ کاله مخکې په همدې ورځ د القاعده ډلې ۱۹ ترهګرو په نیویارک کې له نړیوال تجارتي مرکز او د امریکا د دفاع وزارت ( پنټاګان) سره الوتکې وجنګولې او یوه بله الوتکه چې د واشنګټن په لور روانه وه، د الوتکه تښتونکو له لورې د پنسلوانیا په ایالت کې په زراعتي سیمه کې وپرزول شوه.
په دغو پېښو کې ۲۹۷۷ کسان ووژل شول شوي دي.
سربیره پر دې د متحده ایالاتو په نورو ښارونو کې هم د قربانیانو د یادښت مراسم ترسره کیږي او یو شمیر امریکایان پدې ورځ په هغو پروژو کې چې د حکومت له خوا پرمخ بیول کیږي، داوطلبانه کارونه کوي.
د سپټمبر د یوولسمې بریدونو نه یوازې د امریکا په مشرۍ په ټوله نړۍ کې د "ترهګرۍ پر وړاندې جګړه" پیل کړه، بلکې د امریکا ملي امنیت پالیسي یې هم بدله کړه.
دغو بریدونو د ځینو امریکایانو لپاره د یووالي او د ملي غرور روحیه پیاوړې کړه، خو په عین وخت کې امریکايي مسلمانان د ځینو امریکايي غیر مسلمانانو له شک او تعصب سره مخامخ کړل او د مدني آزادیو او فردي مصونیت په اړه یې بحثونه رامنځته کړل.
له بلې خوا د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې تروریستي بریدونو، چې تر نن ورځې پورې یې ۲۱ کاله وشول، په ښکاره ډول یې پر سیاست او د عادي امریکایانو پر ژوند تلپاتې اغېز کړې دي.
د دغو بریدونو سیوري لا هم د هغو زرګونو خلکو پر ژوند پاتې دي چې له دغو بریدونو څخه ژغورل شوي، هغه کسان چې خپل عزیزان یې په کې له لاسه ورکړي او هغه کسان چې د دغو بریدونو له قربانیانو سره یې مرسته کړې ده.
ټاکل شوې چې د امریکا ولسمشر جو بایډن د یکشنبې په سهار په پنټاګون کې وینا وکړي او د سپټمبر د یوولسمې د بریدونو د قربانیانو په یاد کې د ګلانو ګېډۍ کېږدي. دغه راز د امريکا لومړۍ مېرمن جيل بايډن به په شنکسويل کې په يو لړ مراسمو کې ګډون او وينا وکړي.
د متحده ایالاتو د ولسمشر مرستیاله کاملا هریس او د هغې میړه دوګ امهوف به هم په نیویارک ښار کې د سپتمبر د ۱۱ په یاد غونډه کې برخه واخلي.