د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د بشري مرستو ۲ نورې الوتکې هم پاکستان ته ورسیدې


د متحده ایالاتو دوه نظامي الوتکې چې شاوخوا ۷۰ ټنه مرستندویه مواد پکې بار و، یکشنبه سپټمبر ۱۱ (وږي۲۰) د پاکستان سیند ایالت ته ورسیدې.

سره لدې چې سیلابونو ټول پاکستان ځپلی خو د سیند په ایالت کې یې د نورو سیمو په پرتله خلکو ته ډیر مالي او ځاني زیان رسولی.

د پاکستان د هوایي چلند د ادارې ویاند سیف الله ویلي چې د متحده ایالاتو لخوا مرسته شوي مواد به د ملګرو ملتونو د خوراک د نړیوال پروګرام له لورې په خلکو وویشل شي او ټاکل شوې د همدې روانې میاشتې تر ۱۶ مې به د مرستو ویش دوام ولري.

پاکستاني او امریکایي چارواکو ندي ویلي چې پدې نظامي الوتکو کې څه ډول مواد و.

ښاغلي سیف الله همدرانګه وویل چې د عربي متحده اماراتو دوه الوتکې هم چې مرستندویه مواد پکې بار و، د یکشنبې په ورځ د کراچۍ هوایي ډګر ته ورسیدې.

د ملګرو ملتونو په ګډون د نړۍ ګڼ شمیر هیوادونو تر اوسه پاکستان ته خیریه مواد لیږلي خو پاکستاني چارواکي وایي تر ټولو ډیر مواد د عربي متحده اماراتو له لوري ور رسیدلي دي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوتریش چې تیره اوونۍ پاکستان ته تللی و او سیلاب ځپلې سیمې یې ولیدې د نړۍ څخه یې وغوښتل چې د مرستو په رسولو کې دې په "خوب کې د ګرځیدو" څخه راووځي او دا سیلابونه یې په پاکستان کې د چاپیریال لپاره خطرناک وبلل.

په سیلابونو او بارانونو کې چې د جون په میاشت کې پیل شوي، په ټول پاکستان کې نږدې ۱۴ سوه کسان وژلي او ۱۳ زره یې ټپي کړیدي.

پاکستاني چارواکو همدارنګه ویلي چې پدې طبعیي آفت کې میلونونه کسان بې کوره شوي، ګڼ شمیر سړکونه، پلونه او د مخابراتو زیربناوې هم پکې له منځه تللي دي.

یوازې د سیند په ایالت کې سیلابونو او باران ۶۲۱ کسان وژلي چې ۲۷۰ یې ماشومان و. ۸۴۰۰ کسان ژوبل شوي هم دي.

د حکومت لخوا په تازه اعلان شویو ارقامو کې ښودل شوې چې سیلابونو او باران په ټول پاکستان کې څه باندې ۱.۵ ملیونه د خلکو د اوسیدو کورنه، ۶۳ پلونه او ۲۶۸۸ کیلو مټره سړک له منځه وړي.

چارواکي همدرانګه وایي چې د سیند په ایالت کې د ګنیو پټي، د کیلو بڼونه او د سبزیجاتو کروندې ټولې د اوبو لاندې شویدي. حکومت همدارنګه ویلي چې د سیند په ایالت کې تر نیم ملیون ډیر څاروي اوبو وړي او ۳۰ ملیونه وګړي بې کوره شویدي.

XS
SM
MD
LG