د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د منځني ختیځ په انټرنیټي شبکو کې په ټینگه د ایران مخه نیسي


Child models present creations from the MIBAI Spring/Summer 2021 collection show by Qingmei Lou, during China Fashion Week in Beijing.
Child models present creations from the MIBAI Spring/Summer 2021 collection show by Qingmei Lou, during China Fashion Week in Beijing.

د امریکا متحده ایالات په پام کې لري چې په انټرنیټي شبکو یا cyberspace​کې په منځني ختیځ کې د ایران د نفوذ مخه ونیسي. جنرال جوزف وتال، وایي​ امریکا به دا کار د تهاجمي چلند له لارې وکړي.

د امریکا د مرکزي قواو قوماندان جنرال جوزف وتال، وایي چې د ایران د انټرنیټي شبکو فعالیتونه تقریباً په ټولو جنجالي یا د منازعې وړ سیمو کې روان دي. هغه وویل "د امریکا د متحده ایالاتو مرکزي قواندانۍ د هغې د مخنیوي د لارو چارو په ارزونه بوخته ده".

جنرال وتال همدا شان وايي چې ایران ددې توان لري چې د انټرنیټي شبکو یا cyberspace له لارې معلومات ترلاسه کړي او خپل تبلیغاتي پیغامونه خپاره کړي.

ددې جنرال په وینا د انټرنیټي شبکو نه استفاده یو هر اړخیز او جدي چلند دی چې متحده ایالات به ترې په لانجمنو سیمو کې گټه واخلي.

د امریکا د متحده ایالاتو پوځي او استخباراتي مقاماتو له اوږدې مودې راهیسې د هغه څه په اړه چې امریکایي مقامات یې په منځني ختیځ کې د ایران "ناوړه نفوذ" بولي، خبرداری ورکړی دی.

امریکایي مقاماتو ویلي دي چې ایران په پرله پسې توگه په سیمه کې په انټرنیټي عملیاتو تکیه کوي. د امریکا پوځیان وایي چې ایران د cyberspace نه په استفادې له یو اړخه په سیمه کې د جگړې میدان تود ساتي او له بل اړخه د عراق، سوریې او یمن په اړه معلومات راټولوي.

د امریکا د مرکزي قواو قوماندان جنرال جوزف وتال، په واشنگټن ډي سي کې وویل چې ایران د روسیې په څیر خپله پاملرنه ټولنیزو رسنیو ته اړولې ده او ایران دا ډول هڅې حتی په نړیواله کچه هم کړې دي.

ددې امریکایي جنرال په وینا د قطر سره د سعودي عربستان، عربي متحده اماراتو، بحرین او مصر وروستني مخالفتونه ددغې ادعا ښه مثال دی.

ښاغلي وتال همداشان وویل چې روسیه او چین هم په منځني ختیځ کې د انټرنیټي شبکو یا cyberspace د مختلفو ډولونو څخه گټه اخلي.

په همدې دلیل جنرال وتال وایي چې د امریکا د متحده ایالاتو مرکزي قومانداني به په سیمه کې د ایران، روسیې او چین د سایبري یا cyberspace فعالیتونو پر وړاندې لازم اقدامات وکړي.

XS
SM
MD
LG