د لاس رسي وړ اتصالات

ایران د خپلو نظامي تاسیساتو د تفتیش اجازه ورنکړه


ایران وايي اتومي تاسیسات یې محرم دي او چا ته یې د لیدلو اجازه نه ورکوي
ایران وايي اتومي تاسیسات یې محرم دي او چا ته یې د لیدلو اجازه نه ورکوي

ایران د امریکا هغه غوښتنه رد کړه چې وايي د ملګرو ملتونو اټومي څارونکو ته دې اجازه ورکړل شي چې د تهران نظامي اډې وویني.

ایراني چارواکو دا ډول پلټنه او تفتیش "خوب او خیال" بللی دی. د ایران د حکومت ویاند محمد باقر نوبخت وايي چې د هغوی د نظامي تاسیساتو لیدل او تفتیش نا ممکن او دا ډول تاسیسات پټ او محرم دي.

دا په داسې حال کې ده چې واشنګټن له ایران سره د ۲۰۱۵ کال د اټومي تړون په بیا ارزونې بوخت دی. ولسمشر ټرمپ دا تړون، چې د مخکني ولسمشر اوباما پر مهال وشو، د تاریخ تر ټولو "بده معامله" بللې ده. هغه د اپریل په میاشت کې د دغه تړون د بیا ارزونې امر وکړ.

تېره اونۍ په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې نیکۍ هیلې د اټومي انرژۍ په نړیوال سازمان تاکید وکړ چې د تهران نظامي تاسیساتو ته لاسرسي پیدا کړي او دا معلومه کړي چې هغه هېواد د شوي اټومي تړون خلاف کوم کار نکوي.

د تړون په اساس که کومه اندېښنه پیدا شي چې تهران له موافقې سرغړونه کړې ده، نړیوال ناظرین د ایران د نظامي تاسیساتو په اړه د پلټنې غوښتنه کولی شي.

ایران چې له شاوخوا یوې لسیزې راهېسې د نړۍ له سترو قدرتونو سره د خپل اټومي پروګرام په اړه په جنجال کې دی، تل یې د خپلو نظامي تاسیساتو د پلټنې او تفتیش غوښتنې رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG