د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا پوځ چین ته په خپل جنوبي سمندر کې د 'خطرناکو' اقداماتو خلاف خبرداری ورکړی


د چین یوه پوځي بیړۍ د اګست په میاشت کې د فلیپین له یوې پوځي بیړۍ سره جنګېدلې وه.
د چین یوه پوځي بیړۍ د اګست په میاشت کې د فلیپین له یوې پوځي بیړۍ سره جنګېدلې وه.

د امریکا یو لوړپوړي پوځي قوماندان له خپل چینايي سیال سره کتلي او د چین په جنوبي سمندر کې یې د بیجینګ د "خطرناکو" اقداماتو په خلاف خبرداری ورکړی دی.

واشنګټن او بیجینګ له سوداګرۍ نیولې د تایوان د خپلواک ټاپو تر موضوع پورې او په سمندر کې د ازادو سوداګریزو مسیرونو په وړاندې د چین د جاه‌طلبۍ په اړه اختلاف لري.

دواړو خواوو تازه د پوځې مشرانو ترمنځ مذاکرت پیل کړي چې اختلافات یې په وسله واله شخړه بدل نشي. د متحده ایالاتو د اینډو-پسیفیک قوماندان سامیول پاپارو سه شنبې سپتمبر ۱۰ (وږي ۲۰) د چین د پوځ د جنوبي برخې له قوماندان سره د ویدیويي تماس له لارې خبرې وکړې.

د متحده ایالاتو د اینډو-پسیفیک قوماندانۍ د اعلامیې له مخې، پاپارو "د امریکا د پوځ او چین د پوځ ترمنځ د مستقیمو خبرو پر دوام ټینګار کړی دی."

پاپارو ویلي: "د لوړپوړو مشرانو ترمنځ دغه ډول خبرې اترې هدفونه مشخص کوي او د ممکنه غیر سوتفاهم او غلطې محاسبې خطر کموي."

خو پاپارو د چین له لورې په دې وروستیو کې"د امریکا له متحدینو سره نامسئونو تعاملاتو" ته اشاره کړې ده او د چین له پوځي مشرتابه څخه یې غوښتي چې "د چین په جنوبي سمندر او ورهاخوا کې د خطرناکو او ممکنه پاروونکو تاکتیکونو له کارولو څخه ډډه وکړي."

د چین د پوځ جنوبي قومانداني د چین د جنوبي سمندر د سیمې مسئولیت لري چیرې چې د چینايي پوځي بیړۍ په وروستیو میاشتو کې له فلیپیني بیړیو سره په جنجال اوښتي دي.

چین د جنوبي چین سمندر خپل بولي که څه هم نړیوالې محکمې د بیجینګ دغه ادعا رد کړې او د سیمې نور هېوادونه په دغو اوبو کې خپل حق شامل ګڼي.

بیجینګ د وروستیو خبرو اترو په اړه وویل چې وو له خپل امریکایي سیال سره "د ګډو اندېښنو په اړه ژورې خبرې اترې" وکړې.

دا د واشنګټن او بیجینګ ترمنځ وروسته له هغه د خپل ډول لومړۍ خبرې اترې دي چې چین په ۲۰۲۲ کې تایوان ته د متحده ایالاتو د استازو جرګې د پخوانۍ رئیسې نانسي پلوسي د سفر په غبرګون کې له متحده ایالاتو سره نظامي اړیکې پرې کړې.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سولیوان تېره میاشت چین ته سفر وکړ. د سپینې ماڼې د معلوماتو له مخې، سولیوان له چینايي مشرانو سره په کتنه کې پرېکړه کړې وه چې د دواړو خواوو اړوند پوځي مشران به خبرو ته کښیني.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG