د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د جاپان او اسټرالیا سره د جنوبي چین په بحیرې کې د بحري ځواکونو ګډ تمرینات کوي


متحده ایالات، جاپان او اسټرالیا پلان لري چې په همدې روانې اوونۍ کې د جنوبي چین سمندرګي د فلیپین په ساحل کې د بحري ځواکونو ګډ تمرینات وکړي.

د فلیپین د امنیتي ځواکونو یوې سرچینې یکشنبه اګست ۲۰ (زمري۲۹) مطبوعاتو ته ویلي چې د دې ګډو نظامي تمریناتو هدف په سیمه کې د قانون حاکمیت ته د ژمنې څرګندول دي.

د بحري ځواکونو دا ګډ تمرینات داسې مهال کیږي چې د روانې اګست میاشتې په ۵ مې نیټې د چین ساحلي ګارډ یوې کښتۍ په جنجالي اوبو کې د فلیپین یوې کښتۍ پر ضد د اوبو د توپونو څخه کار واخیست.

د جنوبي چین په سمندرګې کې د ملکیت پر سر جنجال د متحده ایالاتو او چین تر منځ په یوې مهمې سیالۍ بدل شوی.

د امریکا جمهور رئیس جو بایډن جمعه اګست ۱۸ د جاپان او جنوبي کوریا د مشرانو سره په غونډې کې د جنوبي چین په سمندرګي کې د چین "خطرناک او تیري کوونکي" چلند په سختو ټکو وغانده.

د متحده ایالاتو حکومت د جاپان د صدراعظم فومیو کیشیدا او د جنوبي کوریا د جمهور رئیس یون سوک ییول سره دا غونډه پدې هدف ترتیب کړې وه چې له یوې خوا د چین د مخ په زیاتیدونکي قدرت په وړاندې یووالي څرګند کړي او له بلې خوا د شمالي کوریا لخوا ګواښونو ته ځواب وویل شي.

درې واړو هیوادونو د ملاقات څخه وروسته په ګډې اعلامیې کې ژمنه کړې چې په بحراني حالت کې به په سمدستي توګه د یو بل سره سلا مشورې کوي او د سیمې ستونزو، پارونو او ګواښونو ته ځواب ویلو لپاره به چارې همغږې کوي چې د ټولو ګټې زیانمنوي.

ددې درې واړو هیوادونو مشرانو همدرانګه موافقه وکړله چې دا ډول درې اړخیزې غونډې به هر کال کوي؛ درې واړه هیوادونه به هر کال ګډ نظامي تمرینات کوي او د شمالي کوریا د توغندیو واریدو په هکله به په سمدستي توګه د یو بل سره معلومات شریکوي.

د بحري ځواکونو پدې ګډو نظامي تمریناتو کې به درې داسې کښتۍ برخه واخلي چې د الوتکو او هیلوکوپترو د لیږد وړتیا لري.

د فلیپین دوو امنیتي چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط د اې پي خبري اژانس ته ویلي چې ټاکل شوې د دې کښتیو قوماندانان به د تمریناتو پای ته رسیدو څخه وروسته د فلیپین د بحري ځواکونو چارواکو سره وګوري او د تمریناتو نتیجه به وارزوي.

ټاکل شوې چې متحده ایالات به پدې نظامي تمریناتو کې د برخې اخیستو لپاره د USS America په نامه جنګي کښتۍ واستوي چې د الوتکو د لیږد توان لري ؛ جاپان بیا خپله هغه کښتۍ استوي چې هیلکوپترې پکې کښیناستی او الوتلی شي خو د اسټرالیا شاهي بحري ځواکونه به هم داسې کښتۍ واستوي چې د هیلکوپترو د لیږد وړتیا لري.

سره لدې چې دا ګډ نظامي تمرینات د فلیپین په اوبو کې کیږي خو دا هیواد به د نظامي محدودیتو له کبله ونشي کړی چې پکې برخه واخلي خو د دې هیواد چارواکو ویلي چې په راتلونکو تمریناتو کې به برخه اخلي.

چین تر اوسه د متحده ایالاتو، جاپان او اسټرالیا د بحري ځواکونو دې ګډو نظامي تمریناتو ته غبرګون ندی ښودلی خو تیره ورځ یې وروسته تر هغه چې د امریکا جمهور رئیس د جاپان او جنوبي کوریا د مشرانو سره وکتل، د تایوان ټاپو په شاوخوا کې یې نظامي تمرینات پیل کړل.

د تایوان په پوهنتون کې د چین نظامي کارپوه لین ینګ یو امریکا غږ سره په مرکې کې وویل چې د چین حکومت دا نظامي تمرینات نه یوازې تایوان ته د خبرداري ورکولو په خاطر کړي بلکې دا تمرینات جاپان، جنوبي کوریا او متحده ایالاتو ته هم خبرداری ورکول دي.

د شنبې ورځې په نظامي تمریناتو کې د خلق آزادۍ پوځ ختیځې قوماندانۍ برخه اخیستې او دا یې د تایوان خپلواکۍ بیلتون غوښتونکو او بهرنیو ځواکونو ته "جدي خبرداری" بللی.

د پخوانیو نظامي تمریناتو په پرتله د شنبې ورځې تمرینات واړه و.

د تایوان د دفاع وزارت د چین دا نظامي تمرینات غندلي او هغه یې "بې موجبه او د پارونې کړنه" بللي دي. د وزارت په اعلامیې کې ویل شوي چې دا ډول تمرینات د تایوان په تنګي کې د سولې او ثبات سره مرسته نکوي.

په اعلامیې کې ویل شوي چې دا تمرینات ښیي چین څومره په نظامي لحاظ "بې صبره" دی او دا هم پکې ویل شوي چې تایوان به دې نظامي تمریناتو ته د ځواب ویلو لپاره خپل مناسب شمیر سرتیري واستوي.

چین د تایوان ټاپو خپله برخه بولي او له دې خپلواک ټاپو سره د امریکا د هر ډول اړیکو مخالفت کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG