د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د ډارک سایډ پر هکرانو ۱۰ میلیونه ډالره انعام اعلان کړ


د ډارک سایډ سایبري ډله د امریکا د تېلو د انتقال په لوی پایپ لاین باندې په برید کولو تورنه ده
د ډارک سایډ سایبري ډله د امریکا د تېلو د انتقال په لوی پایپ لاین باندې په برید کولو تورنه ده

امریکا د پنجشنبې په ورځ نومبر څلورمه (‌لړم ۱۳) د ډارک سایډ Darkside د مشهورې انټرنټي باج اخیستونکي ډلې د مشرانو د موندلو د معلوماتو په بدل کې لس میلیونه ډالره انعام اعلان کړ.

دا د سایبري بریدونو ددغې ډلې د عاملینو د نیولو لپاره د امریکایي مقاماتو تازه هڅې دي.

واشنګن په روسیه کې دغه میشته ډله د انلاین بریدونو په کولو تورنه کړې چې په مۍ میاشت کې د امریکا په ختیځ کې د تیلو د ستر پایپ لاین د بندیدو لامل شوه.

د سایبري بریدونو دغه ډله د شرکتونو او بنسټونو سیستمونو ته داخلیږي، هغوی ته کوډ ورکوي او بیا سیستم ته د لاسرسي او د کوډ د ورکولو په بدل کې د ډیجیتلي اسعارو غوښتنه کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې راغلي:"ددې انعام په ورکولو سره، د امریکا متحده ایالات په ټوله نړۍ کې د سایبري بریدونو د مجرمینو په وړاندې د یادو بریدونو د قربانیانو د خوندیتوب په اړه خپل تعهد ښکاره کوي."

واشنګټن همدارنګه د هغو معلوماتو په بدل کې د پنځو میلیونو ډالرو جایزه ایښې چې په هر هیواد کې د هغه چا د نیولو او یا هم تورنیدو لامل شي چې هڅه کوي د ډارک سایډ له برید سره همکاري وکړي.

خو ددغو انعامونو له اعلان سره سره، د سایبري امنیت ټول کارپوهان په دې باور ندي چې دا ډول هڅې دې د هکرانو په پيژندلو کې مرسته وکړي.

سایبري جرایم مخ په زیاتیدو دي، په اکټوبر میاشت کې د تازه ارقامو له مخې، یوازې د ۲۰۲۱ کال په لومړۍ نیمایي کې امریکایي مقاماتو ته د سایبري بریدونو د پوهاوي په اړه د ۵۹۰ میلیونو ډالرو مصارفو راپور ورکړل شوی دی.

د امریکا د خزانې وزارت د راپور له مخې دا ارقام، د مالي بنسټونو له خوا د ۲۰۲۰ کال د وړاندې شویو ارقامو په نسبت ۴۲ سلنه لوړ دي. همدارنګه داسې قوي نښې ترسترګو کیږي چې واقعي لګښت احتمالا د میلیاردونو ډالرو په شاوخوا کې دی.

کمپنۍ او بنسټونه نه یوازې خپلو معلوماتو ته د لاسرسي لپاره د پیسو د ورکړي په برخه کې له جدي‌ فشار سره مخ دي بلکې هغوی همدارنګه له دې امله تر فشار لاندې دي چې چارواکي مجرمینو ته د پیسو په نه ورکولو ټینګار کوي.

XS
SM
MD
LG