د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایي چارواکي د کابل د هوايي ډګر په اړه خبرو لپاره ترکیې ته ځي


د امریکا د دفاع وزارت مقامات د پنجشنبې په ورځ جون ۲۴ ترکیې ته سفر کوي چې د کابل د هوایي ډګر د راتلونکې امنیت په اړه سلا مشورې وکړي.

د فرانسې خبري اژانس د ترکیې د دفاع وزارت یو مقام له خولې چې نوم یې ندی ذکر شوی ویلي چې د امریکا د دفاع وزارت لوړپوړي چارواکي د پنجشنبې په ورځ جون ۲۴ د کابل د هوایي ډګر د امنیت په سر د خبرو لپاره ترکیې ته راځي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تیره اوني په بروکسل کې د ناټو مشرانو په غونډه کې وړاندیز وکړ چې غواړي له افغانستان څخه د سپتمبر په میاشت کې د نړیوالو ځواکونو د وتلو وروسته د کابل د نړیوال ستراتیژیک هوایي ډګر امنیت وساتي.

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس او ناټو د ښاغلي اردوغان د وړاندیز هرکلی کړی او د انقرې دغه اقدام د واشنګټن سره د اړیکو د ښه کیدو یوه نښه ګڼل شوې ده.

د ترکیې د دفاع وزارت یوې سرچېنې د سه شنبې په ورځ جون ۲۲ (چنګاښ ۱) د زیاتو جزییاتو له ورکولو پرته وویل چې د امریکا د دفاع وزارت هیات به د ترکي مقاماتو سره خبرې وکړي.

د فرانسې خبري اژانس وایي چې د ناټو د عمومي غونډې په څنډه کې د امریکا د ولسمشر جو بایډن او د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان ترمنځ په خبرو کې د کابل د هوایي ډګر د امنیت ساتلو موضوع هم شامله وه.

ترکیه چې د ناټو غړی هیواد دی د ۲۰۰۱ کال راهیسې یې په افغانستان کې پوځي او غیر پوځي ماموریتونه ترسره کړي دي.

ترکیې همداشان وړاندیز کړی چې په استانبول کې د افغانستان د سولې لپاره د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو کوربتوب وکړي؛ کومې خبرې چې څو ځلې د طالبانو له لورې وځنډول شوې.

په افغانستان کې د ترکیې او امریکا ترمنځ د مهمو همکاریو سره سره د روسیې څخه د میزایلو د دفاعي سیستم د اخیستلو په ګډون د یو لړ موضوعګانو په سر د واشنګټن او انقرې اړیکې خرابې دي.

واشنګټن تیر کال د روسي دفاعي سیستم د اخیستلو په وجه په ترکیې بندیزونه هم ولګول.

XS
SM
MD
LG