د لاس رسي وړ اتصالات

افغان لوبغاړي‌ د امریکا د کرکټ په تجارتي لیګ کې


نور الحق ملکزي د یو اس اوپن په تېرو لیګونو کې هم لوبېدلی دی.
نور الحق ملکزي د یو اس اوپن په تېرو لیګونو کې هم لوبېدلی دی.

نن پنجشنبه ( دسمبر۱۸) د متحدو ایالتونو د کرکټ شل اوریز تجارتي لیګ (یو اس اوپن) پیلیږي.

په دغه ټورنمنټ کې د امریکا د متحدو ایالتونو ۲۸ داخلي ټیمونه لوبیږي.

پر امریکايي لوبغاړو سربېره د افغانستان،‌ پاکستان، سرېلانکا، ویسټ انډیز او ځینو نورو هېوادونو څخه یو شمېر لوبغاړي هم په دغه ټورنمنټ کې لوبیږي.

د افغانستان د کرکټ‌ د ملي لوبډلې شاوخوا ۷ لوبغاړي امریکا ته رسېدلي‌ دي چې په دغو سیالیو کې برخه واخلي. دوی به د (افغان ځوانان) په ټیم کې لوبیږي. دا د امریکا د کلفورنیا په ایالت کې د مېشتو افغانانو لوبډله ده.

د افغانستان د ملي لوبډلې غړی حشمت الله شهیدي امریکا غږ ته وویل: "زه او شاوخوا شپږ نور لوبغاړي امریکا ته راغلي یو چې د یو اس اوپن په ټورنمنټ کې ولوبیږو. دا به موږ ته او نورو لوبغاړو ته یوه ښه تجربه وي. په دې هیله چې ویې ګټو."

د یو اس اوپن ټورنمنټ څلور ورځې دی او ګټونکي ‌ته یې ۱۰۰زره امریکايي ډالر جایزه ورکول کیږي.

د امریکا د متحدو ایالتونو کرکټ بورډ دغه سیالۍ تنظیم کړي دي‌ او د کرکټ‌ نړیواله شورا یې په رسمیت پېژني. یو اس اوپن درې کاله مخکې پیل شو او دا یې درېیم پړاو دی.

دا لمړی ځل نه دی چې په دومره شمېر کې افغان ملي لوبغاړي په دغو سیالیو کې لوبیږي، تر دې مخکې هم یو شمېر افغان لوبغاړي دغو سیالیو ته راغلي‌ وو.

XS
SM
MD
LG