د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان په اړه د اوباما پرېکړه او د رسنیو تبصرې


نیویارک ټایمز ورځپاڼې لیکلي، ولسمشر اوباما بلاخره له افغانستان څخه د امریکايي سرتیري د وتلو نېټه اعلان کړه
نیویارک ټایمز ورځپاڼې لیکلي، ولسمشر اوباما بلاخره له افغانستان څخه د امریکايي سرتیري د وتلو نېټه اعلان کړه
په امریکا کې ډېرو ورځپاڼو او رسنیو په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو د پاتې کېدو په اړه د ولسمشر بارک اوباما پر پرېکړې لیکنې خپرې کړي دي .

د ولسمشر اوباما د پرېکړې له مخې په افغانستان کې د مېشتو ۳۲۰۰۰ سرتېرو له ډلې به یې ۹۸۰۰۰ پاتې کیږي ا ونور به یې د همدغه کال په پای کې له دغه هېواده وتل پیلوي، او په بل کال کې به د پاتې کېدونکو سرتېرو شمېر هم نیمايي کیږي .

نیویارک ټایمز ورځپاڼې لیکلي، ولسمشر اوباما بلاخره له افغانستان څخه د امریکايي سرتیري د وتلو نېټه اعلان کړه .

ورځپاڼه لیکي، اوباما ویلي په دغه پلان سره به له منځني ختیځ نه افریقا ته د ترهګرۍ د ګواښ د مخنیوي لپاره پوځي سرچینې زیرمه شي .

نیویارک ټایمز وایي، له دغه اعلان سره سره ، ولسمشر اوباما په دې پوهیږي چې په افغاستان کې یې یو ژور او مبهم میراث تر شا پرېښود .

د نیویارک ټایمز په لیکنې، د ولسمشر اوباما دغه یو اړخیز اعلان، دا هم په ډاګه کړ چې د ده او ولسمشر کرزي ترمنځ باور ختم شوی دی، ولسمشر کرزي له امریکا سره د امنیتي تړون له لاسلیک کولو انکار کړی دی .

بلې امریکايي ورځپاڼې وال سټریټ ژورنال لیکلي، ولسمشر اوباما پرېکړه کړې چې تر ۲۰۱۶ کال پورې به په افغانستان کې نژدې لس زره سرتیري پرېږدي.

وال سټریټ ژورنال لیکي، سره له دې چې په افغانستان کې د سرتېرو د پاتې کېدو لپاره پوځي قومندانانو او نظامي مشاورینو پرلپسې مشورې ورکولې، خو په خپله په سپېنې ماڼۍ دا نظر موجود و چې باید کم شمېر کې سرتیري په افغانستان کې پاتې شي، د ورځپاڼه په لیکنې، د ولسمشر مرستیال جوبایډن هم د همدغه نظر پلوی و.

د وال سټریټ ژورنال په مقاله کې دا هم راغلي چې امریکایي پوځي قومندانانو، خبرداری ورکړی و چې په افغانستان کې له لسو زره نه د کمو سرتېرو پاتې کېدل به د افغانستان په مهمو او اساسي نقطو کې د امریکايي چارواکوډیپلوماتانو او نورو استخباراتي کارکوونکو ساتنه، چې پر دندو بوخت دي، ستونزمنه کړي.

واشنګټن پوست لیکلي، د ولسمشر اوباما پرېکړې هغه ته دا زمینه برابره کړه، چې د خپلې رسمي دورې پای ته رسېدو سره سم، په افغانستان کې خپل پوځي ماموریت هم پای ته ورسوي .

د امریکا دغه دوه کلن پوځي پلان د کابل- واشنګټن د دوه اړخیز امنیتي تړون پورې هم تړلی چې، ولسمشر کرزي یې له لاسلیک کولو ډډه وکړه، خو د واشنګټن پوست په لیکنې، امریکايي چارواکي ډاډه دي چې راتلونکی افغان ولسمشر به یې لاسلیک کوي.

واشنګټن پوست لیکي ښاغلي اوباما خپل دغه پلان د جرمنې،برتانیا او ایټالیا له لومړي وزیرانو سره هم شریک کړی دی .

بله امریکايي ورځپاڼه واشنګنټن ټایمز بیا لیکي ولسمشر اوباما په دې اعلان سره د امریکا په بهرنۍ تګلارې کې یو نوی باب پرانیست.

واشنګټن ټایمز وايي، دغه اعلان په دې مانا ده چې، له دې وروسته به امریکايي سرتیرې به د افغانستان په کلیو بانډو کې پوځي ګزمي نه کوي.

واشنګټن ټایمز ورځپاڼې د سپینې ماڼۍ د یوه چارواکي له خولې لېکلي، سره له دې چې، القاعده ماته شوې، خو امریکا تر ۲۰۱۶ کاله پوری ځکه په افغانستان کې زرګونه سرتېري پرېږدي، چې ډاډه شي القاعده بیا نه راګرځي .

واشنګټن پوست د هغو نیوکو په ځواب کې چې امریکا باید خپل پوځي پلان اعلان کړی نه وی، ځکه چې القاعده او نور وسله وال طالبان هم ترې خبر شول، وايي دغه اعلان ځکه شوی چې خلک پوه شي، امریکا څه کوي او څه غواړي .
  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. جعفر هاند تر دې دمه په پښتو کې نهه کتابونه لیکلي او ژباړلي دي. په ځانګړي ډول یې د افغانستان او نړۍ د کرکټ په تاریخ باندې درې کتابونه لیکلي.

XS
SM
MD
LG