د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند متیو میلر سه شنبې اکتوبر اتمه (تلې ۱۷) د طالبانو په اړه د امریکا دریځ یو ځل بیا تکرار کړ او ټینګار یې وکړ چې دغه ډله لا هم د یو نړیوال تروریستي سازمان په توګه پیژندل کیږي.
په یوه خبري غونډه کې د امریکا غږ د خبریال د پوښتنې په ځواب کې، میلر ددې موخې لپاره د متحده ایالاتو پر ګټو ټینګار وکړ چې افغانستان یو ځل بیا پر امریکا باندې د بریدکوونکو ترهګرو په ځاله بدل نشي.
میلر وویل: "په افغانستان کې زموږ تر ټولو لویه لیوالتیا دا وه او ده چې دا هېواد بیا هېڅکله د امریکا پر ضد د تروریستي بریدونو په پټنځای بدل نشي او موږ به د امریکا او متحدینو پر وړاندې د هر ډول تروریستي ګواښونو په اړه ډېر هوښیار اوسو."
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند زیاته کړه: "لکه څنګه چې تاسو له موږ څخه اوریدلي او موږ دمخه ویلي، موږ خپل ظرفیتونه ساتو ترڅو ډاډ ترلاسه کړو چې متحده ایالات د افغانستان په ګډون له سیمې څخه [له تروریستي بریدونو] خوندي دي."
د دوحې په تړون کې د طالبانو له ژمنې سره سره چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په صورت کې به له ترهګرو ډلو لکه القاعده سره اړیکې پرې کوي، د نړیوالو سازمانونو او د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو راپورونه ښيي چې طالبانو لا هم دغه ژمنه نه ده پرځای کړې او له القاعدې سره یې نږدې اړیکې ساتلې دي.
په یو راپور کې چې د جولای په ۱۰مه خپور شو، د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څار ډلې خبرداری ورکړ چې د القاعده او اسلامي دولت (داعش) په څېر د ترهګرو ډلو شتون به لاهم په افغانستان کې د ناامنیو سرچینه وي. راپور ټینګار کوي چې دا ډلې د پټنځایونو په کارولو او یا د طالبانو له کمزورتیا څخه په ګټې اخیستنې د سیمې او نړۍ امنیت ته ګواښ پېښوي او افغانستان د ځان لپاره "یو امن او دوستانه ځای " بولي.
خو د طالبانو چارواکو په وار وار ویلي، چې هېڅ ډلې ته به اجازه ورنه کړي، چې د افغانستان خاوره د نورو پر ضد وکاروي.
له طالبانو سره تعامل
د میلر په وینا، له طالبانو سره د اړیکو عادي کول د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې د دې ډلې د چلند د ښه کولو سره تړلی دی. هغه ټینګار وکړ چې نړیواله ټولنه په دې برخه کې همغږې د.
ویاند زیاته کړه چې طالبان پر ښځو او نجونو ظلم ته دوام ورکوي او ټینګار یې وکړ چې امریکا له خپلو متحدینو سره په ګډه کار کوي چې پر طالبانو باندې د هغوی د تبعیضي سیاستونو له کبله فشار راوړي.
میلر وویل، "له دې امله، کله چې زه وایم چې بشري حقونه له طالبانو سره زموږ په اړیکو کې لومړیتوب لري، په دې کې په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونه شامل دي چې د طالبانو له خوا ورباندې ظلمونه دوام لري."
د ۲۰۲۱ په اګست کې په افغانستان کې د بیاواکمن کېدو راهیسې طالبانو په افغانستان کې نجونې له شپږم ټولګي پورته ښوونځي او پوهنتون ته له تللو منع کړي او د عامه ژوندانه په ډیرو برخو کې یې د ښځو کار او ګډون محدود کړی دی.
فورم \ دبحث خونه