د لاس رسي وړ اتصالات

په 'بریکس' کې د طالبانو د ګډون د غوښتنې په اړه د سپینې ماڼۍ غبرګون


د سپینې ماڼۍ ویاند کارین ژان-پییر
د سپینې ماڼۍ ویاند کارین ژان-پییر

د بریکس په غونډې کې د طالبانو حکومت د ګډون د غوښتنې په اړه د سپینې ماڼۍ ویاندې د پنجشنبې په ورځ سپتمبر ۲۶ (تلې پنځمه) وویل، چې طالبان د مشروعیت په لټه دي او باید لومړی په خپلو ژمنو عمل وکړي.

د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د سه شنبې په ورځ وویل چې هغوی د بریکس په را روانې غونډې کې د ګډون رسمي غوښتنه کړې ده. د بریکس نړیوال اقتصادي سازمان د روسیې په نوښت په ۲۰۰۹ کې تاسیس شوی چې برازیل، روسیه، هند او چین یې لومړني غړي دي.

د امریکا غږ افغانستان څانګې د دغه سازمان د بلې میاشتې په سرمشریزې کې طالبانو د ګډون د غوښتنې په اړه د سپينې ماڼۍ ویانده کارین ژان-پییر وپوښتله، ژان-پییر که څه هم په مشخص ډول په بریکس کې د طالبانو د ګډون د غوښتنې په اړه څه ونه ویل خو زیاته یې کړه چې «دا ډله نړیوال مشروعیت غواړي چې د بندیزونو له لست څخه واېستل شي» او د افغانستان اقتصادي څرخ بیا تاو کړي.

هغې وویل: «موږ طالبان پرېږدو چې د ځان په اړه وغږېږي. موږ په دې اړه ډېر واضح یو چې د طالبانو په اړه د هغوی د عمل په اساس قضاوت کوو، نه د هغوی د خبرو په اساس.»

امریکا د بریکس د سازمان غړې نه ده. د بریکس نړیوال اقتصادي سازمان، چې نوم یې د غړو هېوادونو د نومونو له لومړیو تورو څخه جوړ دی، د جنوبي افریقا له غړیتوب وروسته له بریک څخه بریکس ته بدل شو. شاوخوا ۴۰ هېوادونو په دې سازمان کې غړیتوب ته لیوالتیا ښودلې.

تر دې دمه د نړۍ هېڅ هېواد د طالبانو حکومت، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې بیا په افغانستان کې باندې واکمن شول، په رسمیت نه دی پېژندلی.

د طالبانو ویاند حمدالله فطرت وویل چې هغوی له روسیې او هند سره، چې د بریکس غړي‌ دي، «ښې اقتصادي اړیکې او سوداګریزه راکړه ورکړه لرو. موږ غواړو چې خپلې اړیکې پراخې کړو او د بریکس په اقتصادي فورم کې برخه» واخلو. د بریکس سرمشریزه د روسیې د کازان په ښار کې ده، چې د روان کال د اکتوبر په ۲۲مه پیلېږي او په ۲۴مه ختمېږي.

تر دې دمه دغه سازمان د طالبانو د دغې غوښتنې په اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو په ښځو او نجونو باندې کلک بندیزونه لګولي او حقونه او ازادي یې محدود کړي دي، ملګري ملتونه دا کار د جنسیت په اساس تبعیض «جنسیتي اپارتایډ» بولي.

کارین ژان-پییر وویل چې «افغانستان تر هغه وخت پورې خپل اقتصاد قوي کولای نه شي، تر څو پورې چې ښځې له محدودیت پرته د ټولنې په ټولو برخو کې د مشارکت جوګه نه» شي. هغې وویل چې امریکا به له طالبانو سره د خپلو علایقو وړ مسائیلو چې «د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی او په ناحقه د نیول شویو امریکايي اتباعو بېرته راستنول» په کې شامل دي، تعامل روان ساتي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ استرالیا، کاناډا، جرمني او هالنډ په نیویارک کې اعلان وکړ له ښځو سره د طالبانو د چلند په اړه یو حقوقي بهیر پیلوي چې ممکن په هاګ کې د عدالت په نړیوالې محکمې کې واورېدل شي. څه باندې ۲۰ هېوادونو په یوې اعلامیې کې د دغه حقوقي اقدام هرکلی کړی.

د طالبانو ویاند حمد الله فطرت د دغه اقدام په غبرګون کې فرانس پرس خبري اژنس ته ویلي چې په دې اړه اندېښنې بې ځایه دي. هغه وویل: «د ځینو هېوادونو او ډلو لخوا لګول شوي دا تورونه چې افغانستان بشري حقونه پایمالوي او جنسیتي تبعیض کوي، بې ځایه دي.»

تر دې مخکې د هالیووډ یوې مشهورې ستورې میرل سټرایپ د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډې کې ویلي وو ‌چې په افغانستان کې «یوه پیشو تر یوې ښځې زیاته ازادي» لري. هغې غوښتل چې په دې مثال سره د افغان ښځو او نجونو ستونزو ته د نړیوالو مشرانو پام ور واړوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG