د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا په ملګرو ملتونو کې د غزې د اوربند غوښتنه رد کړه


 د منځني ختیځ پر وضعیت د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډه.
د منځني ختیځ پر وضعیت د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډه.

د امریکا متحدو ایالتونو د چهارشنبې په ورځ،‌ نومبر ۲۰ (لړم ۳۰مه) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هغه مسوده ویټو کړه، چې په غزه کې د "سمدستي، بې‌قید او شرطه او دایمي اوربند" غوښتنه کوله.

دې اقدام د ولسمشر بایډن ادارې په وړاندې سخت انتقادونه راپورته کړل چې د اسرائیل او حماس جګړې د پای ته رسولو لپاره د نړیوالو هڅو مخه نیسي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا مرستیال سفیر، رابرټ ووډ وویل، چې متحده ایالتونه د هغه پریکړه لېک د مسودې ملاتړ نشي کولای چې د یرغمل کسانو د خوشې کېدو پرته د اوربند غوښتنه کوي.

هغه وویل: "په دايمي توګه د جګړې پای ته رسیدل باید د یرغمل شویو له خوشې کولو سره تړلی وي. دا دوه اهداف یو له بل سره تړلي دي. خو دې پرېکړه‌لیک کې دا اړتیا له پامه غورځول شوې ده، نو ځکه متحده ایالاتو یې ملاتړ نشي کولای."

نوموړی زیاته کړه، چې متحده ایالاتو د جوړجاړي غوښتنه کړې، خو د وړاندیز شوي مسودې متن به د فلسطین وسله والې ډلې حماس ته "خطرناک پیغام" واستوي چې "د خبرو اترو میز ته نور د راتلو اړتیا نشته."

یاده مسوده د ملګرو ملتونو امنیت شورا په نننۍ غونډه کې د الجزایر، ایکواډور، جاپان، موزامبیق، مالټا، جنوبي کوریا، سیریالیون، سلوانیا، سویس او ګویانا لخوا د بحث لپاره وړاندې شوې وه.

خو متحده ایالات یوازې هېواد و چې د ویټو د حق په کارولو سره یې دغه مسودې ته منفي‌ رایه ورکړه. دا څلورم ځل دی چې امریکا د امنیت په شورا کې د غزې د اوربند د پرېکړه‌لیک مسوده ویټو کوي.

بلخوا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لسو غیر دایمي غړو، چې دغه مسوده یې وړاندې کړی وه، د امریکا دغه اقدام وغانده.

په ملګرو ملتونو کې د مالټا سفیرې، وینسا فریزر، د رایې ګیرې وروسته وویل: "دا د خواشینۍ ځای دی چې د ویټو د حق د کارولو له امله، دې شورا یو ځل بیا د نړیوالې سولې او امنیت ساتنې مسوولیت پوره نشو کړای. "

په ورته وخت کې د خوړو امنیتي کارپوهانو خبرداری ورکړی چې په غزه کې د ۲.۳ میلیونه خلک د قحطي سره مخ دي.

د خوړو امنیتي کارپوهانو دغه خبرداری پداسې حال کې ورکړی چې د امریکا ولسمشر جوبایډن، چې د جنورۍ په ۲۰مه یې کاري موده پای ته رسیږي، له اسرائیل څخه کلک دیپلوماتیک ملاتړ کړی او د جګړې لپاره یې ورسره د وسلو مرسته کړې ده.

همدارنګه د حماس له ولکې څخه د یرغمل کسانو د خوشې کولو او د حماس او اسرائیل تر منځ د اوربند د ټینګیدو لپاره د واشنګټن هڅې بې نتیجې پاتې شوې دي.

په ورته وخت کې چین او روسیې د امریکا د دې پرېکړې په وړاندې سخت غبرګون وښود. په ملګرو ملتونو کې د چین سفیر فو کانګ وویل: "هر ځل چې متحده ایالات د اسرائیل د دفاع لپاره ويتو حق څخه کار اخلي، په غزه کې د وژل شویو کسانو شمېر زیاتېږي. "

هغه پوښتنه وکړه: "څومره نور خلک باید ووژل شي چې دوی د دې مسئلې جديت ته پام وکړي؟"

بلخوا په ملګرو ملتونو کې د اسرائیل استازي دني دنان د رایې ورکولو مخکې وویل، چې د مسودې متن د سولې لپاره نه دی، بلکې د حماس د "خوښۍ او ملاتړ" لپاره دی.

هغه زیاته کړه: "تاریخ به په یاد وساتي چې چا د یرغمل کسانو ملاتړ وکړ او چا هغوی یوازې پرېښودل. "

د امریکا متحده ایالتونو پداسې حال کې په غزه کې د "سمدستي، بې‌قید او شرطه او دایمي اوربند" د پریکړه لېک مسوده ویټو کوي،‌ چې پر اسرائیل د حماس د برید څه باندې یو کال تیریږي.

د حماس وسله والو د تیر کال د اکتوبر په اوومه پر اسرائیل برید وکړ، چې د اسرائیل د چارواکو په وینا شاوخوا ۱۲۰۶ کسان په کې ووژل شول او نږدې ۲۵۰ کسان ددغه ډلې لخوا یرغمال ونیول شول.

اسرائیل ژمنه وکړه چې حماس به بشپړ له منځه یوسي.

له دې برید وروسته، د اسرائیل او حماس ترمنځ د نومبر په میاشت کې د اوو ورځو لنډمهاله اوربند پر مهال، د حماس ډلې ۱۰۵ یرغمل خوشې کړل، او اسرائیل په ځواب کې ۲۴۰ فلسطیني بندیان، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل وو، له خپلو زندانونو څخه ازاد کړل.

بلخوا اسرائیلي چارواکي پدې اند دي، چې حماس لا هم ۱۰۱ یرغمل د غزې په تړانګه کې ساتلي دي، چې ګڼ شمېر یې ښايي وژل شوي وي.

اسرائیل د حماس د تیر اکتوبر بریدونو په ځواب کې د غزې پر تړانګې، چې د حماس تر کنټرول لاندې ده، په پرله‌پسې هوايي او ځمکنیو بریدونو کوي.

د غزې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په دغو بریدونو کې تر اوسه ۴۳۸۴۶ فلسطینیان وژل شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG