د امریکا متحده ایالاتو، روسیې او افغانستان لوړپوړو چارواکو د افغان سولې بهیر په برخه کې د وروستیو پرمختګونو او د دغه بهیر پر وړاندې د پرتو خنډونو په اړه د دوشنبې په ورځې ناوخته په یوه درې اړخیزه غونډه کې خبرې کړي دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر د افغانستان د پخلاینې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او افغانستان لپاره د روسیې د فدراسیون ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ترمنځ د دوشنبې په ورځ جون ۱۵ ( غبرګولي۲۶) د ویډیو کنفرانس له لارې د یوې درې اړخیزې غونډې بندوبست کړې وو.
د دغو خبرو وروسته په ګډه اعلامیه کې ویل شوي چې درې هیوادونو د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د بهیر او د تیرو ۱۹ کلنو د افغانانو د لاس ته راوړنو د خوندیتوب په اړه خپلې ژمنې یو ځل بیا تکرار کړي او ورڅخه يې کلک ملاتړ کړی دی.
دا اعلامیه وايي: "روسیې او د امریکا متحده ایلاتو حکومتونو د طالبانو د بندیانو د خوشې کیدو په برخه کې د افغان حکومت ژمنو چې د بین الافغاني خبرو د ژر پیل لپاره یو اړین ګام دی هرکلی کوي.
ګډونوالو پر طالبانو باندې غږ وکړ چې د افغان حکومت د بندیانو د خوشې کولو اقدام ته دې چې ور سره بندیان دي د دوحې د موافقې پر اساس د بندیانو په خوشې کولو سره ځواب ورکړي".
دا درې اړخیزه غونډه چې د تیرې درې اړخیزې غونډې په دوام جوړه شوې وه، ګډونوالو همدارنګه د بین الافغاني خبرو لپاره د مثبت چاپیریال رامنځ ته کیدلو اهمیت ته په کتنې د باور د فضا د پیاوړي کیدو لپاره په افغانستان کې په روان تاوتریخوالي کې د پام وړ کمښت غوښتنه هم کړې ده.
دا اعلامیه وايي" د تاوتریخوالي د کمیدو د څارنې د میکانیزم د رامنځ ته کیدو په اړه د افغان حکومت وړاندیز چې د تاوتریخوالي شواهدو او اقداماتو لپاره د سولې په بهیر کې د دواړخیز حساب ورکول ډاډمن کوي یو مثبت نظر دی".
په دغه ګډه اعلامیه کې ویل شوي چې د غونډې ګډونوالو د افغان حکومت او د طالبانو له خوا د بین الافغاني خبرو د ژر پیلیدو لپاره د چمتوالي څخه هرکلی کړی دی او تمه یې ښودلې ده چې دا مقدماتي غونډه به هرڅومره ژر چې ممکن وي جوړه شي ترڅو د راتلوونکو اقداماتو لپاره د اجنډا په سر سره موافقې ته ورسیږي.
په دغه اعلامیه کې ویل شوي، ګډونوال تمه لري چې تلپاتې اوربند باید د دغې اجنډا یوه برخه وي.
په دې اعلامیه کې ویل شوي چې ګډونوالو سمیه یزه او نړیواله همکاري د بین الافغاني خبرو د دوام او بریالتیوب خورا مهمه ګڼلې ده او په راتلوونکي یې د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع د رامنځ ته کولو لپاره په نورو سلامشورو باندې ټینګار کړی دی.
د غونډې ګډونوالو په راتلوونکي کې د درې اړخیزې غونډې په جوړولو موافقه کړې، خو د بلې غونډې نیټه نه ده ټاکل شوې.
د امریکاد متحده ایالاتو، روسیې فدراسیون او افغانستان ترمنځ دا درې اړخیزه غونډه په داسې حال کې جوړه شوې چې ټاکل شوې د روانې میلادي جون د میاشتې تر پایه د افغان حکومت د مرکچي پلاوي او د طالبانو د استازو ترمنځ لومړنۍ بین الافغاني غونډه په دوحه کې جوړه شي.
د افغانستان جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي په دوحه کې د لومړنۍ غونډې جوړیدل تائید کړي، خو ویلي دي چې دا غونډه دوحه کې جوړیږي، خو تراوسه د بین الافغاني خبرو د دوام لپاره ځای نه دی ټاکل شوی.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هم امریکا غږ ته ویلي چې ټاکل شوې د بین الافغاني خبرو لومړۍ غونډه به په دوحه کې جوړه شي.
خو سهیل شاهین ویلي چې دا خبرې به د افغان حکومت له خوا د پنځه زرو طالب بندیانو د خوشې کیدو وروسته پیل شي.
د افغانستان د سولې وزارت چارواکو امریکا غږ اشنا ته ویلي د دوحه بین الافغاني خبرو لپاره د چمتووالي په لړ کې د افغان حکومت د سولې د مرکچي پلاوي د غړو د کرونا د ویروس د ټیست کار هم پیل شوی دی.
افغان حکومت تراوسه درې زرو طالب بندیان خوشې کړي دي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل د یکشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې د پاتې دوه زرو طالب بندیانو د خوشې کیدو لپاره کار روان دی او دا کار په کابل کې د طالبانو د تخنیکي ټیم سره په ګډه ترسره کیږي.
هغه وویل، کله چې د تخنیکي ټیم او حکومت ترمنځ د بندیانو د نومونو لیست چمتو شي، نو بیا د بندیانو د خوشې کولو کار به پیل شي.
طالبانو هم تراوسه شاوخوا پنځه سوه د افغان امنیتي ځواکونو بندیان خوشې کړي دي.