د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا،روسیه او چین د طالبانو غواړي په بین الافغاني خبرو کې ګډون وکړي


طالبانو څو ځله په مسکو کې د روسیې چارواکو سره کتلي دي.
طالبانو څو ځله په مسکو کې د روسیې چارواکو سره کتلي دي.

د امریکا متحده ایالاتو، روسیې او چین استازي سبا د پنجشنبې په ورځ (اپریل ۲۵مه) په مسکو کې ګوري چې په طالبانو فشار راوړي چې د افغانستان د سیاستوالو او ملکي کسانو سره وګوري.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي دي چې پدې غونډې کې ګډون کوي. ښاغلي خلیلزاد ویلي دي "غواړم پدې سفر کې د افغانستان د سولې د خبرو لپاره نړیوال ملاتړ راجلب کړم."

خلیلزاد څو ځله په قطر کې مخامخ د طالبانو سره خبرې کړیدي او په دوحه کې د بین الافغاني خبرو په ځنډیدو یې خفګان ښودلی.

په کابل کې د لویدیځ هیواد یو دیپلومات هم د نوم نه ښودلو په شرط ویلي دي چې روسیه او چین په طالبانو فشار راوړی شي چې په بین الافغاني خبرو کې ګډون وکړي. تیر ځل دغه خبرې د افغانستان د حکومت لخوا د ګډون والو د ترتیب شوي لیست پر سر د طالبانو د مخالفت له وجې وځنډیدې.

خو د امریکا، روسیې او چین استازو غونډه ښایي چې د سولې خبرې چټکې کړي او په طالبانو به فشار راوړي چې په بین الافغاني خبرو کې ګډون وکړي.

زلمي خلیلزاد ویلي دي چې د افغانستان نه د امریکایي او نورو بهرنیو عسکرو د وتلو او دا چې طالبان به وسله والې ډلې نه پریږدي چې د بریدونو لپاره د افانستان د خاورې نه ګټه واخلي، یو څه پرمختګ شوی خو په اوربند او بین الافغاني خبرو لا هم کار روان دي.

XS
SM
MD
LG