د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: د منځني ختیځ د امنیت لپاره مو ژمنې قوي دي


د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لیوډ آسټن د بحرین د دفاع وزیر عبدالله بن حسن النعیمي سره کتلي.
د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لیوډ آسټن د بحرین د دفاع وزیر عبدالله بن حسن النعیمي سره کتلي.

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لیوډ آسټن په سیمه کې د امریکا د نظامي قوت نه د ګټې اخیستو په برخې کې اندیښنو ته په ځواب کې وویل چې واشنګټن د منځني ختیځ سره قوي تعهد لري.

ښاغلي آسټن نن شنبه نومبر ۲۰ (لړم۲۹) د بحرین د مانامه په ښار کې په یو کنفرانس کې د وینا پر مهال منځني ختیځ سره د متحده ایالاتو د لیوالتیا په برخه کې د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، " پریږدئ واضح یې ووایم. په منځني ختیځ کې د امنیت لپاره د امریکا ژمنه قوي او قاطع ده".

د دفاع وزیر خبرداری ورکړ چې متحده ایالات په منځني ختیځ کې د پراخ ځواک نه د کار اخیستو توان لري.

لیوډ آسټن د یوې بلې پوښتنې په ځواب کې چې متحده ایالاتو ولې په سوریه کې په یوې نظامي اډې باندې چې د امریکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونه ترې کار اخلي، د بې پیلوټه او توپچي بریدونو ته ځواب ورنکړ وویل، "متحده ایالت د ځان د دفاع حق لري او هر څنګه چې وي د خپلې خوښې په وخت او ځای کې د خپل ځان او ګټو دفاع کوو".

دغه جګپوړي امریکایي چارواکي همدارنګه زیاته کړه چې هیڅ یو شخص یا هیواد باید پدې هکله شک او تردید ونلري.

نه پریږدو ایران اتومي وسلې تر لاسه کړي

د ایران د اتومي وسلو د پروګرام په هکله د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لیوډ آسټن وویل چې که دیپلوماسي ناکامه شي، ټولې لارې به خلاصې وي.

هغه زیاته کړه، " مونږ متعهد یو چې ایران به پرې نږدو اتومي وسلې تر لاسه کاندي".

ایران په ۲۰۱۵ کال کې د متحده ایالاتو په ګډون د نړۍ د ځواکمنو هیوادونو سره په اتومي تړون کې د بندیزونو د لیرې کیدو په بدل کې د خپل اتومي پروګرام د محدود کولو ژمنه کړې وه خو د امریکا مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې په یو اړخیزه توګه د دې تړون څخه ووت او په ایران یې ټول بندیزونه د سره ولګول.

خو د جمهور رئیس بایډن حکومت بیا دیته لیوالتیا ښودلې چې غواړي بیرته ددې تړون سره یو ځای شي. سره لدې چې د متحده ایالاتو او ایران تر منځ پدې هکله څو ځله غیرې مستقیمې خبرې او غونډې شوي خو لا هم وروستۍ موافقې ته ندي رسیدلي.

ټاکل شوې ایران او د نړۍ قدرت لرونکي هیوادونه د همدې روانې میاشتې په ۲۹ د اتومي موافقې د بیرته احیا کولو د هلو ځلو په لړ کې بیا سره غونډه وکړي.

امریکا په منځني ختیځ کې لس ګونه زره سرتیري لري او د دفاع وزیر وایي چې په منځني ختیځ کې د واشنګټن ستر هدف دا دی چې خپل "بې جوړې" ملګرتیاوې قوي کاندي او دا چې د نظامي قوت نه کار اخیستل لا هم یوه لار ده.

ښاغلي آسټن پخپلو خبرو کې ونه ویل چې هدف یې کوم هیواد دی.

تر افغانستان نه وروسته ټاکل شوې متحده ایالات د عراق نه هم د همدې کال تر پایه خپل سرتیري راوباسي چې د اسلامي دولت یا داعش ډلې په خلاف جګړه کوي او د عراق امنیتي ځواکونه روزي.

XS
SM
MD
LG