د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا وایي راتلونکې اوونۍ له طالبانو سره خبرې بیا پیلوي


د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت وایي امریکا به راتلونکې اوونۍ په قطر کې له طالبانو سره خبري اتري بیا پیل کړي او د نورو مسایلو تر څنګ په افغانستان کې د ترهګرۍ په وړاندې په مبارزه او بشري کړکیچ خبري اتري وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس د سه شنبې په ورځ نومبر ۲۳ (لیندۍ ۲) وویل چې د دوو اوونیو ددغو خبرو لپاره به د امریکایي هئیت مشري د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس وست وکړي.

ښاغلي پرایس زیاته کړه، دواړه لوري به "زموږ په مهمو ملي ګټو" چې پکې د اسلامي دولت او القاعده ترهګرې ډلې په وړاندې عملیات، بشري مرستې، د افغانستان ویجاړ شوی اقتصاد او له افغانستان څخه د امریکایي اتباعو او هغو افغانانو خوندي وتل چې په تیرو شلو کلونو کې یې د متحده ایالتونو لپاره کار کړی دی، شامل دي، بحث او خبري اتري وکړي.

وست دوه میاشتې مخکې په پاکستان د طالبانو له استازو سره وکتل، هغه ډله چې د امریکایي پوځیانو له وتلو وروسته یې په اګست میاشت کې په افغانستان کې واک ترلاسه کړ.

د دواړو لورو ترمنځ د خبرو لومړی پړاو د اکټوبر په ۹ او ۱۰ نیټه د قطر په پلازمینه دوحه کې وشو چیرې چې امریکایي دیپلوماتان واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته له افغانستان سره د خپلو اړیکو څارنه کوي.

د افغانستان لپاره امریکا ځانګړي استازي ټوماس وست د جمعې په ورځ نومبر ۱۹ طالبانو ته د امریکا د مالي او دیپلوماتیک ملاتړ د ترلاسه کیدو لپاره د متحده ایالتونو شرایط تکرار کړل.

له ترهګرۍ سره مبارزه، د همه شموله حکومت رامنځ ته کول، د اقلیتونو، میرمنو او نجونو حقونو ته درناوی او تعلیم او کار ته برابر لاسرسی طالبانو ته د امریکا مهم شرطونه ګڼل کیږي.

ښاغلي وسټ زیاته کړه، متحده ایالات به له طالبانو سره خبرو ته دوام ورکړي خو د اوس لپاره یوازې بشري مرستې مهیا کوي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي تیر اوونۍ د امریکا کانګرس ته د یوه لیک په استولو سره د امریکا له خوا د افغانستان د میلیاردونو ډالرو د ازادیدو غوښتنه وکړه.

طالبان د روان میلادي‌ کال د اګست میاشتې په ۱۵‌ وروسته له هغه په افغانستان کې واک ته ورسیدل چې د افغانستان پخواني جمهور رئیس محمد اشرف غني هغه هیواد پریښود.

تر اوسه د طالبانو حکومت د نړیوالې ټولنې له خوا په رسمیت پيژندل شوی ندی.

XS
SM
MD
LG