د لاس رسي وړ اتصالات

بلینکن: روسیه د شمالي کوریا څخه د وسلو ترلاسه کولو هڅه کوي


استرالیا ته د انتوني بلینکن او لویډ آستن سفر
استرالیا ته د انتوني بلینکن او لویډ آستن سفر

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د شنبې په ورځ جولای ۲۹ (زمري ۷مه) وویل چې امریکا په دې باور ده چې د روسیې د دفاع وزیر شمالي کوریا ته د وسلو د تر لاسه کولو په موخه تللی دی.

د امریکا دغه جګپوړي ډپلوماټ ویلي دي چې پر اوکراین د روسیې پوځي یرغل چې اوس په ټپه دریدلي حالت سره مخامخ دی، مسکو دې ته اړ کړی چې له شمالي کوریا څخه د وسلو د ترلاسه کولو هڅه وکړي.


وروسته له هغې چې د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو د شمالي کوریا پلازمینې پیونګ یانګ ته یو نادر سفر وکړ، بلینکن وویل چې روسیه هڅه کوي په ټوله نړۍ کې د خپلو متحدینو څخه وسلې واخلي.

ښاغلی بلینکن، چې استرالیا ته یې رسمي سفر کړی، شمالي کوریا ته د روسیې د دفاع وزیر شویګو سفر ته په اشارې وویل: "زه سخت شکمن یم چې هغه [شویګو] دې هلته [شمالي کوریا] ته د رخصتۍ لپاره تللی وي."


دغه لوړپوړي امريکايي ډپلوماټ همدا راز وويل: "موږ وينو چې روسيه د بېړنۍ اړتيا له امله د وسلو د ملاتړ د ترلاسه کولو په لټه کې ده" او زياته يې کړه چې مسکو په اوکراين کې د پوځي عملياتو د دوام لپاره د وسلو د ترلاسه کولو په خاطر هر ډول هڅې کوي.


بلینکن په نورو هیوادونو کې د وسلو د ترلاسه کولو لپاره د روسیې د هڅو په هکله وویل: "موږ دا په شمالي کوریا کې وینو، موږ یې په ایران کې ګورو، چې روسیې ته یې ډرون الوتکې ورکړي، او [روسیه] له هغه څخه په کار اخستلو سره ملکي بنسټونه ویجاړوي او په اوکراین کې ملکي وګړي وژني."

شویګو پیونګ یانګ ته د خپل سفر په ترڅ کې د شمالي کوریا له مشر کیم جونګ اون سره وکتل، او د شمالي کوریا د رسنیو د راپورونو له مخې دغه لیدنه "دوستانه خبرې اترې" وې.

روسیه چې د شمالي کوریا تاریخي متحده ده، یو د ګوتې شمار هېوادونو څخه ده چې له پیونګ یانګ سره یې دوستانه اړیکې ساتلې دي.

بلنکن دغه څرګندونې اسټراليا ته د خپل سفر پر مهال وکړې. امریکا هڅه کوي چې له استرالیا سره خپلې امنیتي اړیکې پیاوړې کړي. د راپورونو له مخې امریکا غواړي د خپلو وسلو د زیرمو د پیاوړي کولو لپاره په استرالیا کې د توغندیو د تولید فابریکه جوړه کړي.

د استرالیا د دفاع وزیر ریچارډ مارلس هم د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلینکن او د امریکا د دفاع له وزیر لویډ آسټن سره تر کتنې وروسته په دغه هیواد کې د توغندیو د جوړولو د فابریکې د جوړېدو خبر تائید کړ او وویل: ''هیله لرو چې په راتلونکو دوو کلونو کې په استرالیا کې د توغندیو د جوړولو د کار پیل شاهد واوسو. ''

XS
SM
MD
LG