د لاس رسي وړ اتصالات

د اوکراین د کډوالو کړکیچ ; د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پولینډ ته تللی


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د پولینډ د جګپوړو چارواکو سره د اوکراین پولې سره په نږدې پراته ښار کې وکتل.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د پولینډ د جګپوړو چارواکو سره د اوکراین پولې سره په نږدې پراته ښار کې وکتل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکین د پولینډ د چارواکو سره د اوکراین پولې سره نږدې د ژسوف په ښار کې کتلي چې سلګونه زره اوکرایني کډوال پکې د روسیې د یرغل څخه وروسته میشت شویدي.

ښاغلي بلنکین د پولینډ د صدراعظم او د بهرنیو چارو د وزیر سره په ملاقات کې د ناټو دا غړی هیواد وستایه چې په ګاونډی هیواد اوکراین د روسیې د یرغل له کبله کډه شوي اوکراینیانو ته یې پنا ورکړې.

انټوني بلنکین د پولینډ د بهرنیو چارو وزیر سره په ګډ خبري کنفرانس کې وویل، "پولیند پدې کړکیچ (په اوکراین د روسیې یرغل) کې یو مهم کار کوي. دې هیواد د اوکراین سره د امنیتي همکاریو لپاره آسانتیاوې برابرې کړي".

پولینډ کې شاوخوا ۱۰ زره امریکایي سرتیري دیره دي چې د نیمایي څخه ډیر یې پدې تیرو څو اوونیو کې هلته تللي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې ښاغلی بلنکین به د پولینډ د چارواکو سره په امنیتي موضوعاتو او د اوکراین سره د بشري مرستو په هکله وغږیږي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ویلي چې په اوکراین د روسیې د یرغل له کبله تر اوسه ددې هیواد ۱.۳ ملیون وګړو هیواد پریښی او ښایي د دې اوونۍ تر پایه دا شمیر ۱.۵ ملیونه شي.

د نورو هیوادنو په پرتله تر ټولو ډیر شمیر اوکراینیان پولینډ ته کډه شوي.

د پولینډ د بهرنیو چارو وزیر زبیګنیو راو، وایي چې په اوکراین د روسیې د یرغل له کبله په امنیتي لحاظ اروپا بدله شوې او زیاته یې کړه چې د اوکراین څخه ټولو راغلیو کډوالو ته هر کلی وایي.

هغه وویل، "پولینډ پرته لدې چې د کډوالو ملیت، توکم او مذهب ته وګوري، هغوي ته هر کلی وایي. "

د پولینډ د بهرنیو چارو وزیر همدرانګه وویل چې په اوکراین د روسیې د "پاریدو پرته او غیرې قانوني" یرغل له کبله به په سیمې کې بدلونونه ونه مني.

پولینډ ته د تګ وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په بروکسل کې د ناټو د غړیو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو، جي – ۷ ډلې او اروپایي اتحادیې د مشرانو سره وکتل چې په روسیې د سختو بندیزونو په هکله خبرې اترې وکړي.

XS
SM
MD
LG