د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو شنبه جنوري ۲۵ (سلواغې شپږمه) خبرداری ورکړ که ثابته شي چې په افغانستان کې د طالبانو سره تر هغه څه چې له وړاندې ویل شوي، نور امریکایي اتباع بندیان وي ددې ډلې د مشرانو په سر به "ډیر غټ انعام" وټاکي.
ښاغلي روبیو د اکس په شبکې کې پرته لدې چې نور جزییات ورکړي، لیکلي چې ورته ویل شوي په افغانستان کې د طالبانو سره نور امریکایي اتباع هم بندیان دي.
د امریکا دې تر ټولو لوړ پوړي دیپلومات لیکلي، " که دا ریښتیا وي، مونږ به په سمدستي توګه د هغوي ( طالبانو) په مشرانو ډیر لوړ انعام وټاکو، ښایي تر هغه (انعام) لوړ وي چې په بن لادن مو ټاکلی و".
مارکو روبیو دا څرګندونې وروسته تر هغه وکړلې چې د طالبانو حکومت تیره اوونۍ وویل د امریکا د متحده ایالاتو له یو زندان څخه د خان محمد په نوم د یو افغان بندي د خوشې کیدو او افغانستان ته د انتقال په بدل کې یې دوه امریکايي بندیان ، ریان کوربیت او ویلیم مک کینټي خوشې کړي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو نوي وزیر دا ندي ویلي چې څومره امریکایي اتباع د طالبانو سره بندیان دي خو تر دې مخکې، د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو، چې درې امریکايي وګړي ریان کوربیت، جورج ګلیزمن او محمود حبیبي د اوږدې مودې راهیسې په افغانستان کې د طالبانو سره بندیان دي.
د سي این این تلویزیوني شبکې ددغې تبادلې په اړه په خپل خبر کې ویلي چې د طالبانو لخوا د نیول شوي امریکايي ویلیم مک کینټي په اړه او دا چې د څه لپاره افغانستان ته تللي وو، ډیر معلومات نشته.
د متحده ایالاتو مخکني جمهور رئیس جو بایډن د طالبانو څخه غوښتي و چې دوه امریکایي اتباع - ګلیزمن او محمود شاه حبیبي خوشې کړي چې ویل کیږي د طالبانو سره بندیان دي.
د سي ان ان راپور له مخې ښاغلي بایډن د ټرمپ له حکومت هم غوښتي چې په "ناحقه بند شوي" امریکایان کور ته راستانه کړي.
محمود حبیبي په مخکني حکومت کې د افغانستان د ملکي هوايي چلند د ادارې رئیس و او په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو پرمهال یې په یو خصوصي شرکت کې کار کوه.
د رپوټونو له مخې محمود شاه حبیبي د امریکا د پوځ له خوا د ۲۰۲۲ کال د اګست په دویمه کابل کې په یو برید کې د ایمن الظواهري له وژل کېدو یوه اوونۍ وروسته د کابل ښار د شېرپور په سیمه کې ونیول شو.
د محمودشاه حبیبي پلار د ۲۰۲۳ کال د اګست په میاشت کې په یو لیک کې د طالبانو له مشرغوښتي وو چې زوی یې خوشې کړي.
د امریکا د متحده ایالاتو پخواني جمهور رئیس جو بایډن د جنورۍ په ۱۲ ( مرغومې ۲۳مه) د دغو دریو امریکایي اتباعو د کورنیو غړه سره چې د ۲۰۲۲ میلادي کال راهیسې په افغانستان کې د طالبانو سره بندیان و غږیدلی وو.
د امریکا د متحده ایالاتو حکومت د تیر ۲۰۲۴ کال جولای میاشتې راهیسې د طالبانو سره د بندیانو د تبادلې لپاره خبرې پیل کړې وې.
لا معلومه نده چې د امریکا د بهرنیو چارو د نوي وزیر هدف په خټه افغان امریکایي، محمود حبیبي دی که نه.
خو امریکایي مطبوعاتو ویلي چې لا هم دوه امریکایي اتباع په افغانستان کې د طالبانو سره بندیان دي.
د سي ان ان تلویزیوني شبکې د طالبانو او امریکا تر منځ د بندیانو تبادلې په اړه په راپور کې ویلي چې د جورج ګلیزمن او محمود حبیبي په نوم دوه نور امریکايي اتباع لا هم د طالبانو سره بندیان دي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې افغاني الاصله امریکايي محمود حبیبي ددغې ډلې سره بندي نه دی.
خو د محمود حبیبي ورور، احمد شاه حبیبي چې د پخواني جمهور رئیس بایډن سره یې د خپل ورور د خوشې کیدو په تړاو د ټیلیفون په لیکه خبرې کړې وې، امریکا غږ ته ویلي وو چې طالبانو یې ورور نیولی او په ناحقه یې بندي کړی دی.
احمدشاه حبیبي د پخواني رجمهور رئیس سره د جنورۍ په ۱۲ د خبرو وروسته ویلي وو: " جمهور رئیس بایډن په ډیر وضاحت سره مونږ ته وویل چې که طالبان زما ورور خوشې نکړي، رحیم ( محمد رحیم الافغاني) به خوشې نشي. زما کورنۍ د هغه ( جمهور رئیس بایډن) څخه منندویه ده چې زما د ورور لپاره دا دریځ څرګند کړی."
د طالبانو حکومت لا د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر تازه څرګندونو په هکله څه ندي ویلي.
فورم \ دبحث خونه