د متحدو ایالتونو سنا د پنجشنبې په ورځ فبرورۍ ۲۰ (کب دویمه) د دغه هېواد د قانون د تطبیق د تر ټولو لویې ادارې فدرال تحقیقاتي بیرو (اف بي ای) مشرۍ ته د ولسمشر ټرمپ نوماند کیش پټیل تائید کړ.
د سنا د ۱۰۰ غړو له ډلې څخه یې ۵۱ غړو د پټیل په تائیدۍ او ۴۹ نورو یې په مخالفت کې رایې ورکړې.
د جمهوریت غوښتونکو دوو سناتورانو سوزان کولینس او لیسا مورکووفسکي هم کاش پټیل ته منفي رایې ورکړې.
د دیموکرات ګوند غړو دغه مقام ته د ۴۴ کلن کیش پټیل له نوماند کېدو سره مخالفت لره.
د متحدو ایالتونو سنا تر دې دمه د ډونالډ ټرمپ د حکومت ټول نوماندان تائید کړي، چې د متحدو ایالتونو د استخباراتو د ملي ادارې د مشرې په توګه د تولسي ګبارډ او د روغتیا د وزیر په توګه د رابرټ کېنېډي تائید کېدل شامل دي.
کیش پټیل په خپل ایکس حساب کې لیکلي دي چې ویاړي د اف بي ای د مشر په توګه تائید شوی. هغه لیکلي دي: «د امریکا خلک د دې وړ دي چې شفافه، حساب ورکوونکې او عدالت ته ژمنه فدرال تحقیقاتي بیرو ولري.»
نوموړي په خپلې اعلامیې کې هغو خلکوته ګواښ کړی چې «امریکا ته زیان رسول غواړي، موږ به مو د ځمکې په هرې برخې کې وپرځوو».
کیش پټیل د کریسټوفر ورای په ځای په دغه مقام کې ټاکل شوی دی، کریسټوفر ورای د ولسمشر ټرمپ په لومړۍ دورې کې د اف بي ای مشر ټاکل شوی و.
د کیش پټیل مور او پلار د هند څخه امریکا ته کډوال شوي وو، دی د امریکا په نیویارک کې زېږېدلی او د ولسمشر ټرمپ په اولې دورې کې یې په بېلا بېلو مهمو حکومتي څوکیو کې دندې ترسره کړې.
کیش پټیل د فدرال څارنوال هم و او د متحدو ایالتونو د ملي امنیت په شورا کې د ترهګرۍ سره د مبارزې مشري یې هم کړې ده.
دا راپور د فرانس پرس اژانس د معلوماتو په اساس لیکل شوی.
فورم \ دبحث خونه