د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د غزې دپاره په مرستو بار درې الوتکې لیږلي


عکس:‌ ارشیف
عکس:‌ ارشیف

لوړ پوړو امریکایي چارواکو ویلي چې متحده ایالاتو د سه شنبې په ورځ نومبر ۲۸ (لیندۍ ۷) مصر ته درې پوځي الوتکې لیږي چې د اسرائیل او حماس تر منځ د اوربند پر مهال غزې ته اړینې بشري مرستې ورسوي.

په خوراکي توکو، طبي الاتو او په ژمي کې د اړتیا وړ توکو بار دا الوتکې په غزه کې تیره میاشت د جګړې له پیل راهیسې، د متحده ایالاتو د پوځ له خوا غزې ته د مرستو لومړنۍ جوپه ده.

دا الوتنې یوه ورځ وروسته له هغه پیل کیږي چې د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن وویل په غزه کې د اوربند له غځېدو څخه په استفادې، غواړي غزې ته لا زیاتې بشري مرستې ورسیږي.

د متحده ایالاتو یو چارواکي وویل: "موږ په ډیرې خوښۍ دا اعلان کوو چې د متحده ایالاتو د اردو د ځانګړي وړتیا په مټ به په مرستو بار درې الوتکې د سه شنبې په ورځ د مصر شمالي سینای ته ورسیږي."

دغه چارواکي د دوشنبې په ورځ په یو ټلیفوني تماس کې همدارنګه وویل چې دا الوتکې "د ژمي په درشل کې د غزې په تړانګه کې د ملکي وګړو لپاره طبي الات، خواړه او د ژمني ضرورت وړ نور توکي لیږدوي."

مقاماتو ویلي چې ملګري ملتونه به دا مرستې له مصر څخه د حماس تر ولکې لاندې غزې تړانګې ته ولیږدوي.

ټاکل شوې ده چې په مرستو بار دوه نورې الوتکې هم "په راتلونکو ورځو کې" ولیږل شي.

قطر د دوشنبې په ورځ په غزه کې د ۴۸ ساعتونو لپاره د اوربند د غځېدو اعلان وکړ، چې د حماس له خوا د اکتوبر په اوومه پر اسرائیل د برید په ترڅ کې د نیول شویو نورو یرغمل شویو کسانو خوشې کولو لپاره لاره پرانیزي.

په مرستو کې زیاتوالی

امریکايي چارواکو ویلي، د اوربند په لومړیو څلورو ورځو کې ۸۰۰ مرستندویه لارۍ له مصر څخه جنوبي غزې ته رسېدلي، چې ځینې مرستې یې د غزې شمالي سیمو ته هم لیږدول شوي دي.

یو بل امریکایي چارواکي وویل: "په تیرو څلورو یا پنځو ورځو کې د حجم له مخې [غزې ته] دومره مرستې لیږل شوي چې د ذخیرو بیرته ډکولو ته اړتیا ولیدل شوه او دا الوتکې په همدې موخه لیږل شوي."

که څه هم واشنګټن مخکې په سیمه کې د ایران او د هغه د متحدینو د مخنیوي لپاره دوه الوتکې وړونکي بیړۍ ځای پر ځای کړي، خو دا لومړی ځل دی چې په غزه کې د روان کړکیچ په ترڅ کې یې د بشري مرستو رسولو دپاره خپلې نظامي شتمنۍ کارولي دي.

ولسمشر بایډن چې د اسرائیل ملاتړ اعلان کړی او په جګړه کې یې د ملکي تلفاتو د کمولو غوښتنه کړې، د دوشنبې په ورځ وویل چې اوربند په مرستو کې "د پام وړ زیاتوالي" ته لار پرانیزي.

سپینې ماڼۍ د دوشنبې په ورځ وویل چې اسرائیل دا څرګنده کړې چې د اوربند د پای ته رسیدو په صورت کې به د حماس پر وړاندې خپلې جګړې ته دوام ورکړي.

امریکایي چارواکو ویلي، بایډن اسرائیل ته خبرداری ورکړی چې باید د غزې په جنوبي سیمو کې د خلکو د هغه ډول ډله ییزې بې ځایه کیدو لامل نه شي چې د دې میاشتې په پیل کې د غزې په شمال کې د پوځي عملیاتو په پیل کې پیښ شول. بایډن وویل: "له ولسمشر څخه تر ښکته پوړونو، موږ دا خبره د اسرائیل حکومت ته واضح کړې ده."

د حماس وسله وال د اکتوبر په اوومه د غزې او اسرائیل ترمنځ له پوځي پولې واوښتل او د اسرائیل په تاریخ کې یې تر ټولو خونړی برید وکړ. اسرائیل وايي، په دغه برید کې ۱۲۰۰ کسان وژل شوي، چې ډېری یې ملکي وګړي دي او شاوخوا ۲۴۰ نور یرغمل شوي دي.

په ځواب کې اسرائیل په غزه کې بمبارۍ او ځمکني عملیات پیل کړل، چې د حماس حکومت وايي، تر اوسه یې ۱۵۰۰۰ کسان وژلي، چې زرګونه یې ماشومان دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG