د لاس رسي وړ اتصالات

پنټاګون: لس خطرناک کډوال ګوانتنامو ته انتقال شول


د متحدو ایالتونو د دفاع وزارت د چهارشنبې په ورځ فبروري پنځمه (سلواغه ۱۷) وویل چې لس «خطرناک» کډوال ګوانتنامو ته انتقال شول او هلته به ساتل کېږي.

سپینې ماڼۍ دا کسان د یوې خطرناکې جنايي ډلې غړي بللي دي.

پنټاګون په یوې بیانیې کې دا کسان «پردي ناقانونه» افراد بللي او ویلي دی: «دا لس خطرناک کسان د اوس لپاره په تشو توقیف خانو کې ساتل کېږي.»

په بیانیې کې راغلي دي چې د متحدو ایالتونو د ګمرکاتو او مهاجرت اداره د «خوندي او مطمین‌ توقیف لپاره دا اقدام تر هغه وخت پورې کوي، تر څو پورې چې دا کسان یا خپل اصلي ځای او یا کوم بل مناسب ځای ته انتقال» شي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویت وویل چې دا لس کسان د «ترن د اراګویا» د بانډ غړي دي او د شنبې په ورځ یې الوتکه ګوانتنامو ته ورسېده.

د ټرمپ‌ حکومت د ناقانونه کډوالۍ سره مبارزه پیل کړې، چې په کې د کډوالو د برخې ماموران په ځینو ځایونو باندې چاپې اچوي، کډوال نیسي او شړي چې پوځي ‌الوتکې یې هم په انتقال کې کارول کېږي.

ولسمشر ټرمپ د چهارشنبې په ورځ فبروري پنځمه (سلواغه ۱۷) وویل چې یو اجرايي فرمان به لاسلیک کړي،‌ چې ۳۰زره هغه کډوال چې په ناقانونه توګه امریکا ته داخل شوي او جرمي سابقه لري، ګوانتنامو ته واستوي.

ولسمشر ټرمپ د دغو کډوالو په اړه ویلي دي: « ځینې یې داسې بد دي،‌ چې د هغوی په هېوادونو باندې هم باور نه شه کولای چې دوی به وساتي، موږ نه غواړو چې هغوی بېرته (متحدو ایالتونو ته) راستانه شي. له همدې کبله موږ به یې ګوانتنامو ته واستوو... دا به سمدستي‌ زموږ وړتیا دوه برابره کړي.»

د ګوانتنامو زندان د کډوالو د ساتلو یو مرکز هم لري، چې له څو لسیزو راهېسې د هایتي او ګیوبا وګړي، چې په سمندر کې نیول شوي، په کې ساتل کېږي.

د متحدو ایالتونو د شمالي‌ او جنوبي سرحدونو مسئول تام هومان وویل چې ساحلي ساتونکي یې موظف شوي چې په سمندر کې د هر ډول ناقانونه کډوالو مخه ونیسي او ګوانتنامو ته یې استولای شي.

نوموړي وویل چې تر دې مخکې هم په ګوانتنامو کې کډوال ساتل شوي دي او اوس یوازینی کار دا دی، د کډوالو په موجود مرکز کې لوژیستکي امکانات زیات شي.

په دغه راپور کې د رویټرز او فرانس پرس اژانسونو له معلوماتو څخه کار اخیستل شو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG