د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ جنوري ۲۹ (سلواغه لسمه) وویل چې د یو فرمان په صادرولو سره خپلې ادارې ته لارښوونه وکړي چې کوم کډوال چې په ناقانونه توګه امریکا ته داخل شوي، په ګوانتنامو کې توقیف کړي.
ټرمپ وویل چې دغه فرمان به د دفاع او داخلي امنیت وزارتونو ته لارښوونه وکړي، چې دغه زندان د ۳۰زره مهاجرو لپاره برابر کړي. سپینې ماڼۍ نه دي ویلي چې دا اجرايی فرمان به کله صادرېږي.
د ګوانتنامو زندان د نظامي او مشکوکو ترهګرو او په خاص ډول د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د یولسمې ترهګریزو بریدونو کې د دخېلو نیول شویو کسانو د ساتلو له کبله مشهور دی.
ټرمپ ویلي دي: «ځینې (کډوال) یې داسې بد دي، چې ان په هېوادونو یې هم باور نه شو کولای چې وبه یې ساتلای شي، موږ نه غواړو چې هغوی بیا متحدو ایالتونو ته راستانه کړل شي. له همدې کبله هغوی ګوانتنامو ته استوو... دا به سمدستي زموږ وړتیا دوه برابره کړي.»
ټرمپ زیاته کړه چې له ګوانتنامو څخه وتل سخت دي. هغه همدغه راز د لیکن ریلي قانون هم امضا او توشیح کړ. دا لومړی قانون دی چې د هغه د جمهوري ریاست په دویمې دورې کې توشیح کېږي. دا قانون د نرسینګ د هغې ۲۲ کلنې محصلې په نوم جوړ شوی، چې تېرکال د ونزویلا یو کډوال، چې په ناقانونه توګه امریکا ته داخل شوی و، ووژله.
ددغه قانون هدف د هغو کډوالو د نیولو لپاره، چې په ناقانونه توګه امریکا ته داخلېږي، د فدرال دولت د صلاحیتونو زیاتول دي.
لا معلومه نه ده چې د ټرمپ حکومت به څه ډول دا کډوال په ګوانتنامو کې ساتي. د داخلي امنیت وزیرې کرستي نیوم په دې اړه وویل چې سپینه ماڼۍ پرې کار کوي، چې په لاس کې شته امکانات په ګوانتنامو کې وکاروي.
هغې وویل: «موږ به له دغو مرحلو څخه تېر شو... حکومت د هغه د تمویل لپاره له قانون جوړوونکو سره کار کوي.» خو نیوم ونه ویل چې دا کار څومره بودیجه غواړي.
د سپینې ماڼۍ یو ویاند، چې نه غواړي نوم یې په راپور کې یاد شي، امریکا غږ ته وویل چې ټرمپ ګوانتنامو ته د کډوالو د انتقال په اړه یو یاداشت لاسلیک کړی. د ولسمشر د یاداشت رسمي بڼه تر اجرايي فرمان کمه ده او رسمي جرېدې ته د خپرېدو لپاره نه استول کېږي.
د متحدو ایالتونو د شمالي او جنوبي سرحدونو مسئول تام هومان وویل چې د امریکا د ساحل ساتونکي ګمارل شوي، چې په بحر کې د ناقانونه کډوالو مخه ونیسي او کولای شي هغوی مستقیمآ ګوانتنامو ته واستوي.
نوموړي خبریالانو ته وویل چې په دې زندان کې مخکې هم مهاجر ساتل شوي او یوازینی شی چې اوس باید وشي، په ګوانتنامو کې د مهاجرو د مرکز د لوژیستکي موادو زیاتول دي.
د کډوالو سره د مرستو د نړیوالې ادارې د ۲۰۲۴ کال د یو راپور په اساس، متحدو ایالتونو لسګونه کډوال، چې د اوبو له لارې په ناقانونه توګه امریکا ته داخل شوي وو، د ګوانتنامو د عملیاتو په مرکز کې په زندان ته ورته وضعیت کې ساتل.
دغه سازمان له کانګرس څخه غوښتي چې په دغه مرکز کې د بشري حقونو د سرغړونې په اړه پلټنه وکړي او د مهاجرو د حبس د ټولو زندانونو د ختمولو غوښتنه یې کړې ده.
د امریکا د دفاع وزیر پیت هګست د چهارشنبې په ورځ وویل چې د ګوانتنامو زندان د جنایتکارو کډوالو لپاره غوره ځای دی. نوموړي د فاکس خبري اژانس ته وویل چې دا زندان کولای شي، هغه کډوال چې قانوني اسناد نه لري، تر هغه وخت پورې وساتي، چې خپل هېواد ته ستانه شوي نه وي.
د راپورونو په اساس، د امریکا د مهاجرت او ګمرک ادارې له پنجشنبې څخه نیولې تر دوشنبې پورې په اوسط ډول هره ورځ ۷۱۰ توقیفونه ثبت کړي دي، دا په تېرو ۱۲ میاشتو کې د نیول شویو د اوسط دوه برابره دي.
د بارک اوباما او جوبایډن دولتونو د ګوانتنامو د بدنام زندان د بندولو هڅه کوله. دا زندان په ۲۰۰۲ کې په افغانستان باندې د امریکا په مشرۍ د نړیوالو له برید وروسته، د ګوانتنامو په خلیج کې جوړ شو.
د بشري حقونو ادارې وايي چې ګوانتنامو بشري حقونو ته د امریکا د نه پاملرنې بېلګه ده، ځکه چې هلته ډېر نیول شوي کسان د محکمې له حکم او تور پرته ساتل کېدل.
د بشري حقونو د سازمان مشر سوهندریکسن په یوې اعلامیې کې ویلي ديچې ګوانتنامو ته د مهاجرو استول به د بشري حقونو یو کړکیچ وزېږوي.
فورم \ دبحث خونه