د لاس رسي وړ اتصالات

جنوبي کوریا او امریکا تر ټولو لوی ګډ پوځي تمرینونه پیل کړل   


د امریکا او جنوبي کوریا ګد پوځي تمرین
د امریکا او جنوبي کوریا ګد پوځي تمرین

د جنوبي کوریا چارواکي وايي چې نن دوشنبه اګست ۲۲ (زمری ۳۱) د امریکا د متحدو ایالتونو سره یې په ګډه تر ټولو لوی پوځي تمرینونه پیل کړل.

دا په څو کلونو کې د خپل ډول تر ټولو لوی نظامي‌ تمرین بلل کېږي چې هدف یې د شمالي کوریا د مخ په زیاتېدونکي ګواښ مخه نیول دي. ‌

دا پوځي تمرینونه په جنوبي کوریا کې د «الچي د ازادۍ سپر» تر نامه لاندې پيل شوي چې دوې اوونۍ به روان وي.

چارواکي وايي‌ چې په دغو پوځي تمریناتو کې به الوتکې، جنګي بېړۍ، ټانکونه او لسګونه زره سرتېري برخه اخلي.

دواړو هېوادونو په ۲۰۱۷ کال کې دا ډول نظامي‌ تمرینونه ودرول چې یو هدف یې د خبرو میز ته د شمال کوریا راوستل او هڅول وو او همدغه راز د کرونا ویروس له خپرېدو وروسته دا کار نور هم وځنډېده.

د جنوبي کوریا ولسمشر یون سوک یول، چې د مۍ په میاشت کې یې واک ترلاسه کړ، ژمنه وکړه چې د شمالي کوریا د ګواښ د مخنیوي لپاره به دا ډول ګډ پوځي‌ تمرینات زیاتوي.

سره له دې چې امریکايي چارواکي وایي دا یو دفاعي تمرین دی خو شمالي کوریا یې د یرغل لپاره چمتوالی ګڼي او ډېر کله یې د خپلو وسلو د ښودلو او نورو ګواښونو کولو لپاره د فرصت په توګه کاروي.

شمالي کوریا سږکال تر ۳۰ ډېرې د وسلو ازموینې کړې دي چې په کې د بین البراعظمي بلاستیک میزایل ازمایل هم شامل وو چې ممکن امریکا په نښه کړای شي. یو لړ نورې ازموینې بیا داسې وې چې د جنوبي کوریا د چارواکو په وینا د جنوبي‌ کوریا او امریکا د میزایلو دفاعي‌ سیستم د مخنیوي لپاره وو.

د جنوبي کوریا او امریکا مقامات وايي چې شمالي کوریا په هر وخت کې کولای شي چې بیا د اتومي وسلو ازموینه وکړي- ممکن دا اقدام د کوریا په ټاپوزمه کې ستونزې نورې هم زیاتې کړي.

واشنګټن او سیول موافقه کړې چې سیمې ته د «ستراتېژیکو تاسیساتو» په استولو سره به د شمالي کوریا د اتومي وسلو ازماېښت ته ځواب ووایي.

جنوبي‌ کوریا خپله اتومي وسله نلري خو د خپلې دفاع لپاره د «اتوم چتر» په نامه سیستم باندې اتکا کوي.

XS
SM
MD
LG