د امریکا ۱۴ ایالتونو تور پورې کړی چې ټیک ټاک د خپلو روږدې کوونکو ځانګړتیاوو په واسطه کم عمره کاروونکي په نښه کوي، محرمیت یې تر پښو لاندې کوي او په دې توګه یې ذهنونو ته زیان رسوي.
دغو ایالتونو سه شنبې اکتوبر اتمه (تلې ۱۷) په دې اړه خپلې دعواګانې محکمو ته وړاندې کړي دي. په دغو دعواګانو کې، په ټیک ټاک کې د بدلونونو د غوښتنې ترڅنګ مالي جریمه هم غوښتل شوې ده.
د کالیفورنیا د ایالت لوی څارنوال راب بونټا په دعوا کې د دخیلو نورو ایالتونو له چارواکو سره په ګډه اعلامیه کې وویل: "زموږ د تحقیقاتو پایلې ښيي چې ټیک ټاک د خپلې مادي ګټې په خاطر په ټولنیزو رسنیو باندې د خلکو روږدي کېدل رواج کوي."
بونټا زیاته کړې: "ټیک ټاک په قصدي توګه ماشومان په نښه کوي ځکه دوی پوهیږي چې ماشومان د معتاد کوونکو موادو څخه د ځان ژغورنې لپاره لازمه دفاع او ظرفیت نه لري."
بونټا ادعا کړې چې د ښکلا فلټرونه، یو په بل پسې نه ختمېدونکې ویډیوګانې، او "لایکونه" په ټیک ټاک کې هغه ځانګړتیاوې دي چې د ځوانانو د تجسس او له دغو روږدي کوونکو ځانګړنو څخه د ځان لیرې کولو لپاره په ځوانانو کې د ارادي ځواک له نشتوالي څخه ناوړه ګټه پورته کوي.
د محکمو په اسنادو کې استدلال شوی چې ټیک ټیک د خپلو زیات عاید لرونکو اعلاناتو لپاره هم کم عمره کاروونکي په نښه کوي.
ټیک ټاک دا ادعاوې ناسمې او ګمراه کونکي بللې دي.
د ټیک ټیک ویاند مایکل هیوز فرانس پرس ته وویل: "موږ د دوه کلونو راهیسې د لویو څارنوالانو سره د کار کولو هڅه کړې ده. خو دا د حیرانتیا او خواشینۍ خبره ده چې دوی د ټول صنعت په کچه ننګونو ته د رغنده حل لارو د موندلو پرځای دغه ګام پورته کړی دی."
هیوز زیاته کړې چې ټیک ټاک داسې حفاظتي سیستمونه لري چې که پر کاروونکي شک وشي چې عمر یې له ۱۳ کلونو کم دی، نو له اپلیکیشن څخه اخراج کیږي. د هیوز په خبره، د ټیک ټاک ترتیبات کاروونکو ته ددې اختیار هم ورکوي چې د کم عمره کاروونکو لپاره د سکرین موده او د محرمیت غوراوی محدود کړي.
د نیویارک لويې څارنوالې لټیټا جیمز وویل: "د ټیک ټاک په څیر د معتادوونکو ټولنیزو شبکو له کبله ځوانان د رواني ناروغیو سره لاس او ګریوان دي."
هغې زیاته کړه: "ټیک ټاک ادعا کوي چې د دوی شبکه د ځوانانو لپاره خوندي ده، مګر دا ریښتیا نه ده."
ټیک ټاک په امریکا کې شاوخوا ۱۷۰ میلیونه کاروونکي لري.
د یوې جلا قضیې له مخې، که ټیک ټیک د جنوري تر میاشتې له خپل چینايي مالک "بایټ ډانس" څخه جلا نشي، ښايي په امریکا کې ورباندې بندیز ولګیږي.
د امریکا حکومت تور لګولی چې په ټیک ټاک کې د کاروونکو شخصي معلومات د چین استخباراتي ادارو ته ورکول کیږي. خو ټیک ټاک دغه تور په کلکه رد کړی دی.
ددې مطلب په چمتو کولو کې د فرانس پرس اژانس له معلوماتو استفاده شوې ده.
فورم \ دبحث خونه