د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا په عراق کې د خپل سفارت بندولو خبرداری‌ وکړ


په عراق کې د امریکا د سفارت د ودانۍ یوه څنډه
په عراق کې د امریکا د سفارت د ودانۍ یوه څنډه

د امریکا متحدو ایالتونو خبرداری ورکړی دی که د شیعه ملېشو د بریدونو مخه ونه نیول شي، واشنګټن به په بغداد کې خپل سفارت وتړي.

مطبوعاتو د امریکايي او عراقي چارواکو له خولې لیکلي‌ دي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په دې وروستیو کې د عراق مشرانو ته خبردای ورکړی که عراق د امریکا په پوځي او دپلوماتیکو ځایونو د بریدونو د درولو لپاره کار ونکړي، دوی به هلته خپل سفارت وتړي.

ښاغلي پمپیو دا خبره عراقي چارواکو ته کړې ده او عامه کړې یې نه ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ سپتمبر ۲۷ (تلې۶) په یوې اعلامیې کې وویل: « زموږ پر سفارت باندې د ایران له ملاتړه د برخمنو ډلو بریدونه یوازې زموږ لپاره خطرناک نه دي، بلکې د عراق د حکومت لپاره هم خطرناک دي.»

امریکايي چارواکو تر دې مخکې هم ویلي وو چې دا د عراق د حکومت مسولیت دی چې په خپلې خاورې کې د امریکا دپلوماتیک تاسیسات وساتي.

امریکايي چارواکو دا خبره د بې پیلوټه الوتکې له هغه برید وروسته کړې وه چې د ایران د سپاه پاسداران یو لوی قومندان جنرال قاسم سلیماني او د عراقي ملېشو یو مهم مشر ابو مهدي المهندس په کې ووژل شول.

د بغداد هوايي ډګر ته نژدې دا هوايي برید په عراق کې په امریکایي تاسیساتو باندې د بریدونو په ځواب کې شوی و.

دغې پېښې په عراق کې یو لړ بحثونه او مظاهرې را وپارولې او مظاهره چیانو او د عراق د پارلمان یو شمېر غړو دا برید د عراق پر حاکمیت تېری وباله. هغوی له حکومت څخه وغوښتل چې د امریکا پوځ له عراق څخه وباسي.

امریکا په عراق کې شاوخوا ۵۰۰۰ عسکر ساتلي‌ چې د داعش ډلې پر ضد عملیاتو کې د عراق پوځ ته سلا مشورې ورکړې او د ضرورت پر مهال یې مرسته وکړي.

د همدغې میاشتې په سر کې پنټګان اعلان وکړ چې په عراق کې د خپلو مېشتو ۵۲۰۰ عسکرو شمېر ۳۰۰۰ ته راکموي.

XS
SM
MD
LG