د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا 'الشباب' سره مبارزې لپاره سلګونه سرتېري سومالیا ته استوي


د متحده ایالاتو د حکومت یو جګپوړي چارواکي دوشنبه مې ۱۶ (غوایي۲۶) خبریالانو ته وویل چې جمهور رئیس جو بایډن سومالیا ته د شاوخوا ۵۰۰ امریکایي عسکرو استول منظور کړي چې د الشباب د دوسله والې ډلې او د دې ډل مشران په "ښه توګه" په نښه شي.

د امریکا مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۰ کال د ډسمبر په میاشت کې نږدې ۷ سوه ځانګړي ځواکونه چې د سومالیې پوځ سره د ملاتړ لپاره په هغه هیواد کي ځای پر ځای شوي و، راوایستل.

ښاغلي ټرمپ په خپلې پریکړې کې ویلي وو چې دا امریکایي سرتیري به په سومالیا کې د پاتې کیدو پر ځای په ګاونډیو هیواونو کې وي او د اړتیا په صورت کې به دې هیواد ته ورځي خو د ښاغلي بایډن حکومت د ټرمپ دا پریکړه د مصیبت څخه ډکه وبلله.

د سپینې ماڼۍ یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل چې د سومالیا څخه د امریکایي سرتیرو تر وتلو وروسته د الشباب ډله ډیره قوې شوې.

دې چارواکي زیاته کړه، "الشباب د بریدونو اندازه ډیره کړې او په امریکایي پرسونل یې هم بریدونه کړي. مونږ اندیښنه لرو چې الشباب به د جګړې په ډګر کې مخکې ولاړه شي او پیسې به هم تر لاسه کړي او داسې فضا به جوړه کړي چې وکړی شي په بهر کې هم حملې وکړي".

د الشباب وسله واله ډله چې د القاعده شبکې سره اړیکې لري، د متحده ایالاتو د ترهګرۍ ضد او نظامي چارواکي یې د دې شبکې یوه تر ټولو خطرناکه، مالداره او ستره ډله بولي.

د تازه استخباراتي معلوماتو پر اساس د الشباب سخت دریځه ډله د سومالیې څخه د امریکایي ځانګړو ځواکونو تر وتلو وروسته لا قوې شوې.

په ۲۰۲۰ کال کې چې مخکني امریکایي جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د سومالیا څخه د سرتیرو د ایستلو پریکړه وکړله، د امریکا استخباراتي ادارو اټکل کړی و چې ښایي په سومالیې کې دا وسله واله ډله د ۵ نه تر ۱۰ زرو پورې جګړه ماران ولري.

خو نوي استخباراتي معلومامت چې ګڼ شمیر هیوادونو راټول کړي او د همدې روان ۲۰۲۲ کال په سر کې د ملګرو ملتونو سره هم شریک شوي، ښیي چې د الشباب د وسله والو شمیر د ۷ زرو څخه نیولې تر ۱۲ زرو پورې ډیر شوی.

پدې استخباراتي معلوماتو کې دا اټکل هم شوی چې الشباب په ځینو قضیو کې هره میاشت نږدې ۱۰ ملیونه امریکایي ډالر تر لاسه کوي.

دې ډلې همدې روانې میاشتې په سر کې د سومالیا په جنوب کې د افریقایي اتحادیې د ځواکونو په یوې اډې برید وکړ او د برونوډي ۳۰ سرتیري یې ووژل.

XS
SM
MD
LG