د لاس رسي وړ اتصالات

د متحده ایالاتو د خزانې وزیره چین ته ځي


د خزانې وزیره به پدې سفر کې د چین د جګپوړو چارواکو سره وګوري.
د خزانې وزیره به پدې سفر کې د چین د جګپوړو چارواکو سره وګوري.

ټاکل شوې چې د متحده ایالاتو د خزانې وزیره جنیت یلین د همدې راتلونکې پنجشنبې په ورځ چین ته د جګپوړو چارواکو سره د خبرو لپاره ولاړه شي چې د دواړو هیوادونو د جنجالي اړیکو پر سر بحث کولو یوه بله هڅه بلل کیږي.

د خزانې وزارت په اعلامیې کې ویل شوي چې میرمن یلین به د همدې روانې جولاۍ میاشتې د شپږمې څخه تر نهمې پورې په چین کې وي. دا سفر د متحده ایالاتو د جمهور رئیس د لارښود له مخې کیږي چې د دواړو سترو اقتصادي هیوادونو تر منځ یې د مالي پرمختګونو په ګډون د ګڼ شمیر موضوعاتو په هکله د اړیکو ژورېدل غوښتي دي.

په اعلامیې کې همدارنګه یادونه شوې چې د خزانې وزیره به د چین خلق جمهوریت د چارواکو سره د نړۍ دوو سترو اقتصادونو په توګه دواړو هیوادونو په اهمیت خبرې وکړي.

په اعلامیې کې ویل شوي چې "په مسؤلانه توګه د اړیکو سمبالښت، د اندیښنو په هکله په مستقیمه توګه خبرې او د نړیوالو ستونزو څیړلو لپاره ګډ کار" هغه څه دي چې د خزانې وزیره به یې د چینایي چارواکو سره مطرح کړي.

د خزانې وزرات یو جګپوړي چارواکي خبریالانو ته وویل چې متحده ایالات د چین سره سالمې اقتصادي اړیکې غواړي او دا چې د سوداګرۍ او پانګې اچونې بندیدل به نه یوازې د متحده ایالاتو او چین بلکې د نړیوال اقتصاد لپاره "بې ثباته کوونکي" وي.

د میرمن یلین څخه وړاندې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن هم تیره میاشت چین ته تللی و چې د جمهور رئیس شې جینپینګ او نوور جګپوړو چارواکو سره یې وکتل.

ښاغلي بلینکن وویل چې د چین د جمهور رئیس شي جینپینګ سره د دواړو هېوادونو د اړیکو په "ثبات" ټېنګار شوی خو تر څنګ یې دا هم ویلي وي چې د واشنګتن او بیجینګ ترمنځ د نظر ډېر اختلافات شته.

بلینکن ویلي و: "په هرې غونډې کې مې په دې باندې ټېنګار کړی چې په لوړې کچې مستقیم تعامل او ثابته اړیکه د اختلافاتو د مسولانه مدیریت غوره لار ده او دا تضمین کوي چې رقابت په جګړې بدل نشي. ما له خپل چینایي سیال څخه هم همدا خبرې واورېدې، موږ دواړو د خپلو اړیکو د ثبات په ضرورت ټېنګار وکړ."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د چین له ولسمشر شي جینپینګ سره په ملاقات کې چې ۳۵ دقیقه و، وویل: "ولسمشر بایډن له ما څخه وغوښتل چې بیجینګ ته سفر وکړم. هغه په دې باور دی چې متحده ایالتونه او چین دا مکلفیت او مسولیت لري چې خپل روابط مدیریت کړي. متحده ایالتونه دغه کار ته ژمن دی او دا د متحدو ایالتونو، چین او نړۍ په ګټه دی."

د چین ولسمشر وویل چې بیجینګ ته د بلینکن د سفر په مهال، متحدو ایالتونو او چین د یو لړ مشخصو مسائيلو په اړه پرمختګونو ته لار موندلې ده. هغه وویل: "د چین لوري خپل دریځ څرګند کړ او دواړو خواو توافق وکړ چې په بالي کې زما او د ولسمشر بایډن ترمنځ د مشترکو تفاهماتو په اساس مخې ته ولاړ شو."

د خزانې وزارت یو بل چارواکي بیا ویلي چې ټاکل شوې د میرمن یلین پدې سفر کې د چین د چارواکو سره د چین جاسوسۍ ضد قانون په هکله د متحده ایالاتو اندیښنې شریکې کاندي.

XS
SM
MD
LG