د لاس رسي وړ اتصالات

د لوګر د پوځي اډې څخه ټول امریکايي پوځيان ووتل


په لوګر کې د فاب شېنک پوځي اډه
په لوګر کې د فاب شېنک پوځي اډه

د لوګر له پوځي اډې څخه پدې وروستیو کې ټول امريکايي ځواکونه وتلي دي. په دغه نظامي اډه کې شاوخوا ۳۰۰ امريکايي ځواکونه مېشت وو.

په داسې حال کې چې د امريکا – طالبانو ترمنځ له تړون وروسته په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د شمېر کمولو لړۍ پيل شوې، په لوګر کې يې تازه يوه پوځي اډه په بشپړ توګه تخليه او افغان ځواکونو ته سپارلې ده.

د فاب شېنک Fob Shank په نوم پوځي اډه چې د لوګر په مرکز پل علم کې وه، د مقاماتو په وينا، تر دې وروستيو پورې په کې شاوخوا ۳۰۰ ځانګړي امريکايي ځواکونه مېشت وو.

په دغه ولايت کې د ملي اردو د څلورمې پلې لوا‌ء قوماندان ډګروال سيد ياسين سداد وايي، چې د دغو امريکايي ځواکونو وروستۍ جوپه تېره اونۍ له دغې پوځي اډې نه ووتله، تاسيسات او ځينې غير محاربوي وسايل يې دوی ته وسپارل.

ډګروال سداد وویل: «د امريکايانو او طالبانو ترمنځ د شوي تفاهم په نتيجه کې يوه اونۍ مخکې امريکايي ځواکونه له دغې اډې نه ووتل او د شېنک اډه يې موږ ته وسپارله. شاوخوا درې سوه امريکايي ځواکونه دلته پراته وو.»

دا نظامي اډه چې اته کيلومتره اوږد او درې کيلومتر پراخ دی، یو کوچنی هوایي ډګر هم لري چې د الوتکو د ځغاستې لیکه یې شاوخوا څلور کيلومتره اوږده ده. امریکایي قواو وسايط او جنګي مهمات له دې ځایه دمخه ايستلي وو.

په فاب شېنک په پوځي اډه کې د کال ۲۰۰۶ نه بيا تر ۲۰۱۴ ميلادي پورې شاوخوا ۱۸ زره بهرني ځواکونه د افغان امنيتي ځواکونو په روزنه او دغه راز په پوځي عملياتو بوخت وو، چې وروسته يې شمېر په تدريجي ډول کم شو.

په لوګر کې د ملي اردو د کمانډو ځواکونو د لومړي کنډک قوماندان جګړن خان آغا دلاور وايي، چې د امريکايي ځواکونو وتلو پر امنيت کوم منفي اغېز نه دی کړی، ځکه د ده په وينا هغوی يواځې د افغان امنيتي ځواکونو ته سلا مشورو ورکولو بوخت او په عملياتو کې يې ونډه نه اخيستله.

په همدې حال کې د لوګر يو شمېر اوسېدونکي له دغه ولايت نه د امريکايي ځواکونو د وتلو په هکله مختلف نظرونه لري. ځينې يې د جګړې پای ته رسېدو لامل بولي او ځينې نور بيا وايي چې پر امنيت یې منفي اغېز کړی دی.

د لوګر د فاب شېنک نظامي اډې له تخليې مخکې د امريکا او طالبانو ترمنځ له تړون وروسته امريکايي ځواکونو په افغانستان کې د خپلو پنځو نظامي اډو د تخليې کولو راپور ورکړی و.

د امریکا-طالبانو د موافقې له مخې چې تیر کال د فبرورۍ په میاست کې په دوحه لاس لیک شوې، د مۍ تر میاشتې پورې باید په افغانستان کې میشت ټول امریکایي ځواکونه له دې هیواد نه ووځي.

خو امریکایي جنرالانو او د ناټو عمومي منشي ویلي دي چې د ځواکونو بشپړه وتل د افغانستان په شرایطو او موافقې ته د طالبانو په پابندۍ پورې اړه لري.

  • 16x9 Image

    ابراهيم رحيمي

    ابراهيم رحيمي د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی لوستی او د ژورناليزم په ډګر کې يوولس کاله تجربه لري. هغه د ۲۰۱۱ ميلادي کال راهيسې په جنوب ختيځ کې د امريکا غږ خبريال دی. دمخه يې د افغانستان دننه په يو شمېر رسنيو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG