د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا او بریتانیا سفارتونو رسنیو ته د طالبانو ګواښ وغنده


په کابل کې د امریکا د متحده ایالاتو او بریتانیا سفارتونو د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره د رسنیو پر وړاندې د طالبانو ګواښ په کلکو ټکو غندلی او دغه ډلې یې "په تکرار سره د حقایقو تر اغېزلاندې راوړلو" تورنه کړې ده.

د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد، د چهارشنبې په ورځ مۍ پنځمه (غوایي ۱۵) د افغانستان رسنۍ د حکومت په پلوۍ تورنې کړې او خبرداری یې ورکړ چې که دوی په رپوټ ورکولو کې خپله لاره بدله نکړي د عواقبو سره به یې مخ شي.

په کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیر راس ویلسن، په ټویټز باندې د یو پیغام په خپرولو سره ویلي چې: "پوهیږو چې د طالبانو تبلیغاتي ماشین تل حقایق تر اغیز لاندې راوړي تر څو د هغو قساوتونو د ملامتۍ بار چې دغه ډله یې کوي، د نورو پر اوږو واچوي او د خپلو اعمالو د مسولیتونو له بار نه وتښتي.

د امریکا د سفارت شارژدافیر د ټویټر په بل پیغام کې لیکلي: "مونږ په افغانستان کې د ازادو رسنیو ملاتړ کوو. مونږ د رسنیو په وړاندې روان تاوتریخوالی او ګواښونه او د خبریالانو د خاموشه کولو لپاره د طالبانو هڅې په سختو ممکنو الفاظو غندوو."

پدې ترڅ کې د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ټولنې نی، ویلي دي چې د طالبانو او د افغانستان د ملي امنیت د ریاست د هم مهاله خبرداریو څخه هک پک شوی دی.

د نی په خبر پاڼه کې د ذبیح الله مجاهد، خبرداري ته په اشارې په ملي شورا کې د افغانستان د ملي امنیت د ریاست د عمومي رئیس خبرې هم رسنیو ته ګواښ ګڼلی دی.

نی، وکیلانو ته د احمد ضیا سراج، له قوله لیکلي چې یو شمیر خبریالان او څیړونکي د طالبانو په ګټه عمل کوي او د هغه په وینا اړ دي چې ددغو کسانو په وړاندې ګامونه واخلي.

نی ویلي چې د طالبانو او ددغه افغان مقام له خبرداریو بریښي چې په افغانستان کې د رسنیو وضعیت او د بیان ازادي هره ورځ محدودیږي.

د نی په خبر پاڼه کې راغلي: "طالبان باید پوه شي چې د افغانستان رسنۍ خپلواکې او د هیواد د د رسنیو د نافذ قانون له مخې عمل کوي. هیڅ قدرت نشي کولای چې د افغانستان رسنۍ د استخباراتي وسیلې په توګه وکاروي."

دغې بنسټ د افغانستان د ملي امنیت عمومي رئیس ته په خطاب کې لیکلي: "د ملي امنیت عمومي رئیس باید پوه شي چې پداسې شرایطو کې د رسنیو محدودول نه د نظام او نه هم د سولې په ګټه دي.”

د ولسي جرګې د غړي له خوا د پټې غونډې بربنډونه

له دې سره جوخت د چهارشنبې په ورځ ولسي جرګې لوړپوړي امنیتي چارواکي ورغوښتي وو چې د موضوع د "حساسیت" په وجه د بحث وړ اجندا پټه ترسره شوه.

خو د غزني ولایت وکیل عارف رحماني ددې پټې غونډې د تصویر په خپرولو سره په ټویټر کې د ملي امنیت د عمومي رئیس احمد ضیا سراج له قوله لیکلي دي: "د طالبانو په ګټه د ځینو تلویزیونونو تبلیغات هک پک کوونکي دي. دا د بیان ازادي نده. د بیان له ازادۍ نه سو استفاده ده. نه یې زغمو."

له بلې خوا د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست په یو بیان کې ویلي چې پارلمان ته د تړلو دروازو تر شا ددې ریاست د رئیس وینا تحریف شوې ده: «په رسنیو کې خپاره شوي مطالب چې د امنیت عمومي رئیس ته منسوب شوي له واقعیت څخه لرې، تحریف شوي او یو اړخیز دي.»

دې ادارې همداشان لیکلي چې: «په عمومي فضا کې د سري مجلس د محتویاتو بربنډول او خپرول د بنښنې وړ ندي او د اساسي قانون د موادو خلاف او د ولسي جرګې د داخلي وظایفو د اوصولو خلاف دي.»

همداشان وایي د ملي امنیت عمومي ریاست د هیواد د رسنیو ټولنې، د تیرو شلو کلونو د ارزښتونو او لاسته راوړنو اصلي مدافعین ګڼي او دې ریاست ثابته کړې چې د امنیتي بنسټونو او د رسنیو د بنسټونو د دوه اړخیزې اړیکې ساتونکی دی.

د افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د وروستۍ نیټې په اعلانولو سره په افغانستان کې د بنسټیزو ازادیو په ځانګړې توګه د بیان ازادۍ او د ښځو د حقونو د ساتلو په اړه اندیښنې زیاتې شوې دي.

افغانستان تل د رسنیو لپاره یو خطرناک هیواد پاته شوی، خو په تیرو څو میاشتو کې په هدفي بریدونو کې څو خبریالان وژل شوي دي چې تر اوسه د خبریالانو د وژنې د زیاتو پیښو مسولیت هیڅ ډلې ندی منلی.

XS
SM
MD
LG