د لاس رسي وړ اتصالات

د سلماني د وژنې غچ؛ امریکا ایران ته خبرداری ورګړ


امریکا د قُدس ځواکونو پخوانی قوماندان جنرال قاسم سلیماني په بغداد کې د بې پیلوټکه الوتکې په برید کې وواژه.
امریکا د قُدس ځواکونو پخوانی قوماندان جنرال قاسم سلیماني په بغداد کې د بې پیلوټکه الوتکې په برید کې وواژه.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان خبرداری ورکړی که ایران د قدُس ځواکونو د پخواني قوماندان جنرال قاسم سلیمان د مړینې د لومړني تلین د لمانځلو په مناسبت کوم برید وکړی، امریکا په سیمه کې د خپل ځان، ملګرو او همکارانو دفاع کولو ته چمتو ده.

جنرال کینیت مکینزي خبریالانو ته وویل: " که اړتیا یې وي، مونږ غبرګون ښودلو ته چمتو یو".

دغه امریکایي جنرال د یو نامعلوم ځای نه خبریالانو ته د ټیلیفون د لارې په مرکې کې ویلي: " که ایرانیان او یا د هغوي لاسپوڅي کوم عمل وکړي، زما ارزیابي دا ده چې مونږ په ښه موقف کې یو او د هر څه لپاره چمتو یو".

جنرال کینیت مکینزي دا ونه ویل چې ایران ښایي څه ډول عمل وکړي خو کله چې تیر کال امریکا په بغداد کې د قدُس ځواکونو پخوانی قوماندان قاسم سلیمان د بې پیلوټه یا ډرون الوتکې په برید کې وواژه، ایران په عراق کې څو نظامي اډې وویشتې چې امریکایي ځواکونه پکې دیره و.

جنرال مکینزي همدرانګه وویل چې تازه یې بغداد ته په سفر کې د جهادي ډلو پر ضد د ائتلافي ځواکونو د مشر امریکایي جنرال پال کالورټ او د عراق د پوځ د لوی درستیز عبدالعامر یارالله سره هم کتلي دي.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان زیاته کړه چې په سوریه کې یې د امریکایي ځواکونو سره هم کتلي دي. دغه امریکایي ځواکونو د عراق او اردن سرحد سره نږدې د الطانف په اډې کې دیره دي.

د قاسم سلیماني د وژل کیدو په تړاو د امریکایي چارواکو اندیښنه د دې نه هم څرګندیږي چې سیمې ته د جنرال مکینزي د سفر په هکله هیڅ ډول معلومات ندي شریک شوي.

د امریکا د لوی درستیزانو د کمیټې عمومي مشر جنرال مایک میلي هم تیره اوونۍ، قطر، سعودي عربستان، عربي متحده اماراتو، اسرائیل او افغانستان ته سفر کړی و خو تر څو چې دغه امریکایي جنرال د سیمې نه وتلی نه و د سفر په هکله یې هیچا معلومات نه و.

سره لدې چې د امریکا پوځ ویلي د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په لارښوونې د افغانستان او عراق نه د عسکرو شمیر کموي خو د دفاع وزارت د عراق په شاوخوا کې خپل حضور قوي کړي چې ایران وډاروي چې برید ونکړي.

XS
SM
MD
LG