د لاس رسي وړ اتصالات

پنټاګون: امریکايي‌ الوتکو په یمن کې حوثي یاغیان په نښه کړي


د متحده ایالاتو د دفاع وزارت وايي چې تېره شپه جنګي‌ الوتکو په یمن کې د حوثي یاغیانو د وسلو زیرمې په نښه کړې دي.

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت د معلوماتو په اساس د حوثي یاغیانو په دغو زیرمو کې بېلابېل ډوله وسلې ساتل کېدې او په سرې بحیرې او د عدن په خلیج کې یې هغه پوځي او ملکي بېړۍ په نښه کولو چې له نړیوالو اوبو څخه تېرېدلې.

د حوثيانو تر ادارې لاندې د المسیره تلویزیوني شبکې هم د یمن د پایتخت صنعا په السبعین میدان کې د امریکا او بریتانیا د هوايي ځواکونو د دریو بریدونو خبر ورکړی دی.

المسیره د عیني شاهدانو له قوله راپور ورکړی چې په صنعا کې یې د جنګي الوتکو او چاودنو غږونه اورېدلي دي.

متحده ایالاتو او بریتانیا د روان عیسوي کال له جنوري راهیسې په سرې بحیرې او د عدن په خلیج کې پر بېړیو باندې د یاغیانو د بریدونو په ځواب کې په یمن کې د حوثي یاغیانو مرکزونه په نښه کوي.

حوثي یاغیانو ویلي چې له فلسطینانو سره د پیوستون او پر غزه د اسرائیل د بریدونو د غچ اخیستلو لپاره د اسرائيل اړوند بېړیو په نښه کولو ته دوام ورکوي.

په کابو یو کال کې د حوثیانو په څه باندې ۱۰۰ بریدونو کې دوه بېړۍ ډوبې شوي دي او څلور کسان په کې وژل شوي دي. حوثي یاغیانو همداشان د تېر کال په نومبر کې یوه بېړۍ او ټوله عمله یې وتښتوله چې لا هم د دغې ډلې په بند کې دي.

په عین حال کې د یمن د حوثیانو مشر عبدالمالک الحوثي د متحده ایالاتو پر منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ باندې له دې کبله انتقاد کړی چې له اسرائیل څخه ملاتړ کوي.

هغه وویل چې د عربي‌ هېوادونو او اسرائیل ترمنځ د اړیکو د عادي کولو تړون چې د ډونالډ ټرمپ په ملاتړ رامنځ ته شوی و په منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو لامل نشو او ادعا یې وکړه چې ټرمپ به د خپلې ولسمشرۍ په دویمه دوره کې هم ناکام شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG