د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د افغانانو د تخلیې لپاره نوې همغږې کوونکې ټاکلې


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ اکټوبر ۱۲(تلې ۲۰) ویلي دي چې د امریکا سابقه داره دیپلوماته الیزابت جونز د افغانستان د هغو اتباعو د اسکان مجدد د همغږۍ لپاره ټاکلې ده چې خپل هیواد یې پریښی او یا هم غواړي له هغه هیواده ووځي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې میرمن جونز پخوا د بهرنیو چارو وزارت د مرستیالې او وروسته بیا د افغانستان او پاکستان د چارو لپاره د امریکا د ځانګړې استازې په توګه دنده ترسره کړیده.

د یادې اعلامیې له مخې، میرمن جونز به له افغانستان څخه د افغانانو له تخلیې څخه نیولې بیا په امریکا کې د هغوی د ځای پرځای کیدو پورې ، ځارنه وکړي.

ښاغلي پرایس په دې اعلامیه کې ویلي دي چې واشنګټن په دې اقدام سره د اسیب پذیره افغانانو د انتقال او د هغوی د ځای پرځای کیدو لپاره خپل اقدامات متمرکز کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس ویلي دي چې د میرمن جونز له ټاکل کیدو سره به د اسیب پذیره افغانانو د انتقال او ځای پرځای کیدو پروسه موثره شي او د امریکا او د نړیوالو شریکانو د دخیلو اداراتو ترمنځ به د سهولت د رامنځ ته کیدو لامل شي.

د روان میلادي کال د اګست میاشتې له ۱۵ تر ۳۰ نیټې پورې، له افغانستان څخه د تخلیې د عملیاتو پرمهال، کابو ۱۲۵ زره کسان چې اکثریت افغانان وو وایستل شول او اوس څه باندې ۵۰ زره کسان د امریکا نظامي اډو ته انتقال شوي دي.

خو تر اوسه هم د بهرنیو اتباعو، د مهاجرت د خاصو ویزو ، مدني ټولنې فعالانو، خبریالانو، د بشري حقونو او میرمنو د فعالانو په ګډون په لس ګونه زره کسان په افغانستان کې ګیر پاتې دي او هڅه کوي چې هغه هیواد پریږدي.

له افغانستان څخه د افغانانو د وتلو یو عمده دلیل دادی چې هغوی د طالبانو له غچ اخیستونکو اقداماتو ‌څخه ویره لري.

XS
SM
MD
LG